چهارشنبه 29 حمل 1403 برابر با Wednesday, 17 April , 2024

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوقي کلینیک د غزني څانګې د حقوقو پوهنځی په همکارۍ د تمثیلی محکمې  چې څه موده وړاندې د ذکورو محصلینو له خوا جوړه شوې وه، په ادامه که یی د یکشنبې په ورځ (۹/۱۳/۱۴۰۱) د دغه پوهنتون د اناثو محصلینو له خوا دویمه تمثیلی محکمه جوړه شوه. په دې پروګرام کې د حقوقو استادانو او محصلینو  ګڼ شمیر په کی ګډون کړی وو. د حقوقو اناثو محصلینو لاندې رول ولوبول:

١- قضاوت مند آغلې سميرا ايوبي د غونډې د رييسې په توګه؛

۲- قضاوت یار حمیده زاهدی د غونډې د غړې په توګه؛

۳- قضاوت یارعاطفه عالیمی د غونډې د غړي په توګه ؛

٤- تمنا توانګر د غونډې د منشي په توګه؛

مهناز محمدي د عدلي طب د ډاکټر په توګه؛

۶- زهرا نظامی د څارنوال په توګه؛

۷- نجلا بيات او ام البنين محمدي د تورنو مدافع وکيلانو په توګه.

او ځینې نور محصلین د شاهدانو، مدعیینو او … په توګه حاضر شول.

د تمثیلی محکمې عملي زده کړه چې د استاد څارنوال سید ضیاء الله علوي په مشرۍ ترسره شوه، د محصلینو له پوره رضایت سره مخ شوه او هغه محصلین چې له عملي زده کړو څخه بریالي شوي وو، د دغه پروګرام د ترسره کیدو ستاینه وکړه او د داسی پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر اصغري چې د دغه پروګرام له ویناوالو څخه وو، په اسلامي حقوقي نظام او معاصرو حقوقي نظامونو کې د قضایي تعقیب پروسه تشریح کړه او ویې ویل چې په اسلامي حقوقي نظام کې قضایي بهیر یو پړاو دی او صادر شوی پریکړه وروستۍ ده او د استیناف وړ نه ده. د پروګرام په پای کې د غزني ولایت د مدافع وکیل او د خاتم النبیین پوهنتون  د حقوقي کار روزنیز مرکزاستاد ښاغلي سید تواب حسیني د محصلینو ارزونه وکړه او د محصلینو د سمو کړنو ستاینه یې وکړه.

حقوقي کلینیک د ګران استاد څارنوال ضیاءالله علوي او د ګرانو محصلینو له هڅو څخه ستاینه او مننه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *