شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024




خاتم ­النبیین(ص) پوهنتون د حضرت آیت الله محسنی(رح) په مټ او دامتیاز خاوندانو، جناب ډاکټر عبدالقیوم سجادي او الحاج جواد محسني د میړاني او هڅو، همدارنګه د یو شمیر پوهې مینوالو د زیار او هاند له مخې او د سنایی ښار هستوګنو دبیا،بیا غوښتنو له کبله – په کال (۱۳۹۱) ل-ل کې – د غزني په لرغوني ښار کې را منځته شو. نوموړی پوهنتون نږدې له یوې لسیزي راهیسې په غزني ولایت کې، د دیني ژمنتیا او علمي تخصص په شعارونو تر چتر لاندې، دګران هیواد خصوصي پوهنتونونو په لړ کې د خورا غوره او معیاري پوهنتون په بڼه ځلیږي. د دغه علمي او اکاډمیک منځي د امتیاز خاوندان ارزښتونو ته ژمن او د غوره اخلاقو او ملي احساس له مخې لارښوونه او مشرتوب ترسره کوي او نوموړی پوهنتون ته یې د دیني ژمنتیا او علمي تخصص شعارونه ټاکلي دي، هغه شعارونه چې د خاتم ­النبیین(ص) پوهنتون ټولو کارکوونکو ته په علمي، څیړنیزو، هڅوبي او ټولنیزوکړنو کې د تل لپاره په پام کې نیول کيږي.

 

 

سپړنه څرګندونه
د بنسټ بڼه خاتم ­النبیین(ص) پوهنتون یو خصوصي علمي (زده کړه ییز او څیړنیز) بنسټ دی.
بنسټ ګر خاتم ­النبیین(ص) پوهنتون د هیواد د یوه ، اکاډمسین، حضرت آیت الله العظمی محمدآصف محسنی (رح) په میړانه رامنځته شوی ده.
د رامنځته کیدو مهال په کال(۱۳۸۶) ل-ل کې رامنځته او دا ( ۱۳۸۷) ل-ل کال د پسرلي په موسم کې یې د لوړو زده کړو وزارت رسمي مجوز په تر لاسه کولو،په چوپړ ترسره کولو پیل کړیدی.
څانګې د نوموړي پوهنتون، غزني څانګه په کال(۱۳۹۱)ل-ل کې رامنځته شوی ده.
د مرکزي څانکې ځای په کابل کې د مرکزي پوهنتون ودان، دارالامان سړک، (۷) ناحیه ،د حبیبې سویل ته شتون لري. پوهنتون یو شمیر زده کړه ییز ې ودانۍ لري (په زده کړه ییزه تکنالوژي سمبال، ۴۹درسي ټولګي)،اداري ودانۍ،د څیړنو منځي ودانۍ،پرمختللي معالجوي کدري روغتون.
د غزني څانګې ځای د غزني څانګې ودانۍ،(۲) ناحیه، خواجه علي سړک، شتون لري. د پوهنتون نوموړې څانګه د یو شمیر زده کړه ییزو ټولګیو له ډلې څخه (۲۱) درسي ټولګي لري چې په ټولو زده کړه ییزو اسانتیاوو، پرجکټور،LCDبډای ه کتابتون، اداري ودانۍ او معالجوي روغتون ودانیو خاوند دی.