سه‌شنبه 28 حمل 1403 برابر با Tuesday, 16 April , 2024

دکتر خادم حسین حبیبی

علمی رتبه

  • دخاتم النبین د پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی د علمی هیت غړی او پوهنوال
  • د تهران د پردیس پارابی پوهنتون کي د حقوق جزا او جرم پیژندنی په برخه کي دکتورا
  • د اهل بیت په بین المللی پوهنتون کي د حقوق جزا پیژندنی په برخه کي ارشد کار شناس
  • په قم کي د امام خمینی په مؤسیسته کي د اسلامی معارف په برخه کي ارشد کار شناس
  • په قم کي د جامعه المصطفی العالمیه د اسلامی معارف او حقوقو کار شناس
  • په جامعه المصطفی العالمیه کي د فقهی او اسلامی معارف کار شناس
دکتر خادم حسین حبیبی

فردی ځانګړ تیاوی:

نوم او ځانګړی نوم: خادم حسین حبیبی

تحصیلی مدرکونه:

  • د اسلامی معارف او د فقهی کاروپوه
  • جامعه المصطفی العالمیه، قم، ۱۳۷۵
  • د مصطفی العالمیه د اسلامی معارف او د جامعی حقوقو کارو پوه، قم،۱۳۸۴
  • د امام خمینی موسیسی د اسلامی معارفو کارو پوه، قم ۱۳۸۱
  • د جزا حقوقو او د جرم پیژندنی د اهل بیت بین الملللی پوهنځی کارو پوه،تهران ۱۳۸۹
  • دجزا حقوقو او د جرم پیژندنی د دکترا زده کړی په پردیس فارابی پوهنځی کی، تهران ۱۳۹۵
  • د انګلیسی ژبی زده کړه په باقر العلوم پوهنځی کی ،قم ۱۳۷۳
  • تافل عربی جامعه المصطفی قم، ۱۳۹۶

آثار ( کتاب او مقالات)

  • د افغانستان اوایران د جزا حقوقو له منظر نه د جرم معاونیت
  • وسیله جوړول او شفاعت غوښتنه په اسلام کي د شبهاتو نقد او روزنه
  • عقلانیت( عقل لرل) د انسانی کرامت تر ټولو مهم بنسټ
  • له مجازاتو څخه د خلاصون قانوني عزرونه
  • د معرفت وړانګی او ځلاوي د مستقل جرم په بڼه د افغانستان په اختصاصي حقوق او جزا کي
  • دموجهه جرم د عواملو نقد او ارزونه د افغانستان د جزا په قانون کي
  • د رمضان میاشت او فرصتونه یي
  • جزا ورکول د ګناه کارو حقوقي اشخاصو په مجازاتو کي
  • د افغانستان او ایران جنایی او تقنیني سیاست د دولتي جرمونو په وړاندي
  • د ناپوهي اغیزي د جزا ورکولو پر مسؤلیت په اسلام او د افغانستان په حقوقو کیي
  • د مجازاتو فلسفه په حقوقي ښوونځیو او د افغانستان د جزا په کد کي د ایة الله محسني پر فکرونو تأکید
  • د قضاوت اداب د ایة الله محسني له نظره سره د افغانستان قوانینو باندي پر تأکید کولو سره
  • مرسته کول په جرم کی د افغانستان په حقوقو کي
  • د افغانستان د جزائی محاکمو صلاحیتونه
  • د افغانستان د جزا په قانون کي د زندان بدل مجازاتو حقوقي او فقهي ارزونه
  • د حبس کولو او مجازاتو د بدیل حقوقي او فقهي ار زونه
  • د ماشومانو تر منځ د حسادت کولو ټولنیزي پایلي
  • غفلت او دهغه تل پاتی نښی په انسانی اخلاقو کي
  • د ماشومانو دګناه کولو فرصتونه اوعوامل
  • دهرات فرهنګي وضیعت
  • د خاتم پیغام د زده کړیالي مجله
  • دمنو ګراف د جوړوني د مشوري کولو او داوري کولو لارښووني
  • له ۳۰ نه د ډیرو منوګرافونو د جوړولو په پاره لارښووني مشوري ورکوني او داوري

پای لیک او رساله

  • دتهران د اهل بیت په بین المللي پوهنتون کي د ماسټری په دوره کي د افغانستان اوایران په حقوقو کي د جرم د مرستي په اړه تطبیقي مطالعه، کال ۱۳۸۹
  • په کال ۱۳۹۵ کي د تهران په پوهنتون کي د دکتورا په دوره کي دافغانستان، ایران او انګلستان په حقوفو کي دحقوقي اشخاصو د مجازاتو قضایي تعین

کاري تجربي او فعالیتونه

  • د کابل په مرکزي ځانګه کي د خاتم النبین په پوهنتون کي د لسانس په کچه علمی کادري غړي او د حقوقو استاد د ۳ کلونو لپاره
  • دخاتم النبین دعالي تحصیلاتو د مؤسیسي د فارغ التحصیلانو او بین المللي روابطو د اداري مدیر
  • د مؤسیسي لپاره د درسي کتابونو د تدوین او تألیف
  • دخاتم النبین د عالی تحصیلاتو د مؤسیسی د حقوقواو فقهي د پوهنځي معاون
  • دنور غزنه د علمي ټولني فرهنګي غړۍ
  • دخاتم النبین د غزني د ځانګي د پوهنتون ریاست

دندي اومسؤلیتونه:

  • د ټولو نهادونو او بنسټونو په وړاندي د پوهنتون استازیتوب
  • د پوهنتون د عالي شورا په جلساتو کي غړیتوب.
  • د پوهنتون د عالي شورا د لوایحو، اساسنامو، مقرراتو او مصوباتو د موادو پر تطبیق ځارنه.
  • د پوهنتون د علمي او اداري د شورا ریاست
  • د پوهنتون د کارکونکو تقرر،ترفیع،منفکی او تقاعد په اړه لازم اجرأت
  • په پوهنتون کي دکار، تدریس او تحقق لپاره د یوي سالمي فضاء د راوستلو په موخه د نظم او انضباط تأمینول
  • د پوهنتون د مسؤلینو ګروپونو او کاري غړیو په واسطه د تحصیلي نصاب پر تطبیق نظارت
  • د پوهنتون د تعلیمی مهال ویش وړانديز او اجراء
  • د جدید الشمولو محصلینو د شمولیت، د ازموینی د راخستلو د انفکاک او تبدیلي په اړه له قانوني اسنادو سره سم اجرأت
  • په پوهنتون کي د تحقیقاتو امورو رهبري کول
  • د تدریسي، تحقیقي او نشراتي حالت د ښه والۍ په موخه علمی او معیاري انکشاف
  • د کتابخاني، کمپیوترلب او انترنیت د تجهیز کولو په اړه لازم اجرأت
  • له مربوطه کمیټو څخه ریاست
  • د پوهنتون په مالي، حسابي،اداري او خدماتي امورو ځارنه
  • د پوهنتون د کلنۍ بودجي تهیه کول او عالي شورا ته یی د تصمیم نیولو او تصویب کولو لپاره وړاندي کول
  • د تدریسي معاونیت له لوري په تحقیقاتي او اموزشي چارو کي د پوهنتون د کلنۍ انکشافي پلان وړاندي کول عالي شورا ته
  • د اداري او مالي معاونیت له لوري عالي شورا ته د غزني شعبي د مالي بشري سرچینو د چارو په اړه کلنۍ انشکاف پلان وړاندي کول
  • د موجوده مقرراتو او لوایحو ارزونه، او د ضرورت په صورت کي د تعدیل یا بیا کتني او دځینو برخو د لغوه کولو طرحه وړاندی کول
  • د علم کادري غړیو په واسطه له تحصیلی نصاب څخه ځارنه
  • د محصلانو د عملي کارونو د اجرا کولو لپاره لازم امکانات اماده کول
  • مالی او اداري معاونیت ته د مالي ګذارشاتو ورکول.
  • دهغو دندو سرته رسول چي عالي شورا یی په قانوني ډول ورسپاري.

د خاتم النبین پوهنتون د هیواد په کچه یو له معتبرو علمي او اکادمیکو مرکزونو په توګه له یوی لسیزي نه ډیره موده کي د پوهي، تخصص، او متعهد نسل د روزني رواج کول خپل رسالت او دنده بولي او په دي لاره کي خپل ټول کوشش او هځي څخه کار اخلي.

 

موږ او زموږ همکاران ویاړو چی د غزني پوهنتون ځانګه کي په سختو شرایطو کي د پوهي او تخصص د ترویج په حال کي یوو  په داسي حال کي چی نړۍ له بل هر وخت نه د منطق په وړاندي کولو سره خبرو ته اړتیا لري او تخصص لرل د انسان او جهان تر ټولو مهمه ځانګړتیا وو څخه بلل کیږي .

 

د خاتم النبین پوهنتون د غزنی ځانګه چی علمي او اکادمیک فعالیتونه یي د غزني په ولایت کي دوهمي لسیزي ته د راځلیدو په حال کي دی په دي ولایت کي د یو مخ کښه علمي مرکز په توګه د پیاوړي بشري علمي ځواک په لرلو سره او محصلینو ته د تحصیل کولو فوق العاده امکانات اماده او دغوره تحصیل کولو لپاره زمینه مساعده کړي او همدا رنګه به هځه وکړي چي د تحصیلي امکاناتو د پراختیا په ترځ کي او دعلمي ځواک د ظرفیتونو له لوړولو سره د ټاکل شوي ماموریت په نظر کي نیولو سره د پنځه کلن استراتیژیک پلان د تحقق لپاره چټک او ګړندي ګامونه واخلي.

 

خادم حسین حبیبی

د غزني ځانګي د خاتم النبین د پوهنتون ریس

الف: کتابونه او پای لیکونه:

  • د افغانستان اوایران د جزاحقوقو له منظرنه د جرم معاونیت ـ کال۱۳۹۹ ش
  • د توحید په مسله کي د وهابیت د مفکوري نقد او ارزونه ـ کال ۱۳۸۹ش

ب: مقولي

  • عقلانیت د انساني کرامت مهمترین بنسټ
  • وسیله جوړونه، شفاعت غوښتنه په اسلام کي شبهاتو نقد او ارزونه
  • د افغانستان او ایران جنایی او تقنیني سیاست د دولتی جرمونو په وړاندي
  • دګناه ګارو حقوقي اشخاصو جزا ورکونه په مجازاتو کي
  • په افغانستان کي د جزا ورکولو محاکمو صلاحیتونه ته کتنه
  • د افغانستان جزایی حقوقو کي په جرم کي مرسته
  • د افغانستان د جزایی محاکمو صلاحیتونه
  • د افغانستان د جزا قانون کي د زندان بدیل فقهي او حقوقي مجازاتو ارزونه

د اړیکو شمیره: 0788992994

د اړیکو شمیره: 0777779097

ایمیل آدرس: [email protected]