شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024


 حاجي محمد جواد محسني

ښاغلی محمد جواد محسني، د عبدالله زوی،په کال(۱۳۶۱)ل-ل کې دګران هیواد ، کندهار ښار کې نړۍ ته سترګي غړوې. نوموړې په دوو څانګو سیاسي علومو او حقوقو کې لوړې زده کړي تر لاسه کړیدي او په خپرونو کې د لسګونو مقالو لیکوال دی. 

ښاغلی محسني د هیواد په کچه یو تکړه څیرو څخه ګڼل کیږي او(۱۵)کاله د مدریتي تجروبې خاوند دی چې په بیلابیلو ارکانوکې یې ترسره کړې دي. د هڅوي منځیو بنسټګر اوهمدارنګه دورڅپاڼو، علمي بنسټونو خپرندویه جوړ ښتونو، خیریه بنسټونو او روغتیایی او ملني منځیو رامنځته کوونکودی. محسني صیب.دخاتم النبین(ص) پوهنتون د امتیاز خاوند او دونډي لرونکی دی او اوس مهال د تمدن تلویزیون شبکې د مدیریت او لارښووني چاري ترسره کوي. محسني دیو کار را منځته کونکي او نمونه ځوان په توګه کړای شوي دي چې د بیلابیلو بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو سره سلګونو وګړو ته د کار کولو اسانتیاوي رامنځته کړي.

 

ډاکټر عبدالقیوم سجادي

ډاکټر عبدالقیوم سجادي د سید حکیم زوی، په کال(۱۳۴۸ل-ل) کې د غزني ولایت قره باغ ولسوالې، تمکي په سیمه کې نړۍ ته سترګي غړولې دي. په کال(۱۳۶۳ل-ل) کې دلوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره له هیواد څخه بهرته ولاړ او ددیني او سیاسي علومو تر څنګ یې دلیسانس، ماسټرۍ تر کچي پوري د نوموړي هیواد په علمي بنسټونو کې زده کړی ترسره کړیدي. دنړیوالو اړیکو په برخه کې یې دوکتورا د شهید بهشتي له پوهنتون څخه ترلاسه کړیده.او د ایران هیواد پوهنتونو کې په زده کړه، ورکولو او څیړ نوبوخت شو. په کال(۱۳۸۲) ل-ل کې یې د بیرته راستنیدونکو استازي په توګه داساسي قانون په لویه جرګه کې ګډون وکړ د کال(۱۳۸۴-۱۴۰۰)کال پوري یې په ولسي جرګه کې د غزني ولس د استازي په توګه برخه درلوده. سجادی په کال (۱۳۸۶)ل-ل کې د هیواد دنامتو په آیت الله العضمی محسنی(رح) او د یو شمیر تکړه استادانو په مرسته خپل علمي چوپړونه، په خاتم النبین(ص) پوهنتون کې پیل کړ او له هماغه پیل څخه د نوموړي پوهنتون ریاست په غاړه وو. کال(۱۳۹۱) کې یې د خاتم النبیین(ص) غزني څانګه د ښاغلي محمد جواد په مرسته رامنځته او په کال(۱۳۹۳) کې یې د جاغوریو په ولسوالي کې د خاتم النبیین(ص) لوړو زده کړو موسسې بنسټ کېښود. د نوموړي تر اوسه پورې له(۳۰) زیاتې علمي مقالې په ملي او نړیوالو خپرونو کې چاپ ښوې دي، همدارنګه یې تر(۱۰) سرلیکونو ډیر علمي او درسي متون د پوهنتون زده کړو لپاره پنځولي دي. نوموړی برسیره پر دې چې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون داتیاز خاوند دی، په نوموړي پوهنتون کې د استاد او علمي کدر توګه زده کړه ورکولو بوخت دی.