سه‌شنبه 28 حمل 1403 برابر با Tuesday, 16 April , 2024

د غزني د علماوو غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې په ۱۶مه د غزني د خاتم النبیین پوهنتون په نوښت د دغه پوهنتون د ابوریحان د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې علمي او پرتمینه غونډه کې د پوهنتون محترم رئیس ښاغلي حبیبي، مرستیالانو، د خاتم النبیین پوهنتون آمیرانو او استادانو، د غزني ولایت د امر به معروف و نهی عن المنکر څانګې مسوولینو او یو شمېر په غونډه کې د غزني ښار د ۲ امنیتي حوزې مسوولین، د استخباراتو یو شمېر مسوولین او ګڼ شمېر سني او شیعه عالمان هم حضور درلود. دکتر حبیبي دینی علماوو ته د ښه راغلاست په ویلو سره او د لوړو زده کړو په ارزښت او مقام، په ملي پرمختګ کې د تعلیم یافته ښځو پر اهمیت او مقام او په تېره یوه پېړۍ کې د تېرو حکومتونو د تعلیمي پالیسیو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د خاتم النبیین پوهنتون یو له ویاړونو څخه دی. دا تل ژمن دی او په ورته وخت کې تخصص ټینګار شوی او په دې برخه کې یې یو ګام پورته کړی دی. دکتر حبیبي د خبرو په دوام کې پوهنتون ته له شاوخوا سیمو څخه د نجونو د تګ، د ښوونځیو د بیا پرانستلو پر اهمیت او د نجونو د لوړو زده کړو د دوام او د حجاب او اسلامي جامو د اغوستلو په اړه خبری مطرح کړې. او په دې غونډه کې له حاضرو علماوو څخه وغوښتل شول چې خپل نظرونه څرګند کړي او خپل علمي او ازاد نظر وړاندې کړي. ورپسې د توحید دیني مدرسې مدیر ښاغلي حجت الاسلام  اصغري، د غزني د خاتم النبیین پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې رئیس شیخ الحدیث مولوي قریشي، د امر به معروف ونهی عن المنکر رئیس مولوي نجیب الله ، د غزني د دوهمی امنيتي حوزې مسوول مولوي جبير وينا وکړه او د شته ننګونو په اړه يې خپل فقهي او علمي نظريه وړاندې کړه او د  اسلام دښمنانواو د هغوی کلتوري برید د دسيسو د شنډولو لپاره يې د حل لارې چارې ولټولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *