[xyz-ips snippet="shamsi"]

د خاتم النبیین (ص) د غزني څانګي د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو پیل

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د شنبې په ورځ د 1403 لمریز کال د سرطان د میاشتې په نهمه نېټه د دغه پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې پیل شوې. په دې مراسمو کې چې د محصلانو چارو مرستیال، د اداري او مالي چارو مرستیال، […]

علمي – زده کړه ییز ویبنار “د سږو اوږدمهاله بندښت (COPD)

د دوشنبې په ورځ (۲۱/۳/۱۴۰۳) نېټه د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې د ابو ریحان په تالار کې د “د سږو د اوږدمهاله بندښت (COPD)” په نوم علمي-زده کړه ییز ویبینار د طب پوهنځی د استادانو او محصلینو په پراخ حضور سره ترسره شو. دغه ویبینار چې د طب پوهنځۍ د څیړنې او الکترونیکي […]

بامیان لرغوني ولایت ته د خاتم النبیین (ص) د غزني څانګې د اداري کارکوونکو تفریحي او کلتوري سفر

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون له کارکوونکو سره د مادي او معنوي ملاتړ او د کوچني اختر په مناسبت، خوشحاله او هڅونکی فضا رامنځته کول او همدارنګه د هیواد له تاریخي او کلتوري سیمو سره د پیژندګلوۍ زیاتوالی په خاطر د بامیان ښکلي ولایت ته د تفریحي او فرهنګي چمتووالی ونیول شول. د دغه سفر […]

په 1403 کال کې د محصلینو د ” همپالنې او یووالي” په نامه د فوټسال ټورنمنټ پای ته ورسید

د ۱۴۰۳ کال د محصلینو د فوټسال سیالۍ د همپالنې او یووالي ټورنمنټ تر عنوان لاندې چې څه موده وړاندې د خاتم النبیین پوهنتون غزني څانګې لخوا د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شو د سه شنبې په ورځ د ۲۲/۲/۱۴۰۳ نیټه په افتخار سپورټي تالار کی پای ته ورسید. په دې لوبه کې د […]

له سادات حسیني دارالوکاله سره د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم لیک چې د محصلانو د حقوقي پوهې د کچې د لوړولو او د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د کلني عملیاتي پلان د پلي کولو په موخه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلی استاد معرفت او د حسیني د حقوقي دفتر مسوول الحاج سید تواب حسیني […]

د هايپرتايرايډيزم او هايپوتايرايډيزم (Hyperthyroidism & Hyperthyroidism) په اړه د علمي – زده کونکي سيمينار راپور

دا سیمینار د طب پوهنځي په نوښت، د څیړنې فرعي کمیټې او د طب محصلینو په همکارۍ د پنجشنبې په ورځ د ۳/۳/۱۴۰۳ نیټې د سهار له نه بجو څخه تر لسو بجو پورې د پوهنتون په ابو ریحان البیروني د غونډو په تالار کې د محصلینو په پراخ حضور سره جوړ شو. غونډه د […]

د محصلینو د ” همپالنې او یووالي” په نامه د فوټسال ټورنمنټ پرانستل شو

د فوټسال ورزشي ټورنمنټ ترسره کول د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې له کلنیو پروګرامونو او پالیسیو څخه دي، چې د ژوندانه علمي چاپېریال د رامنځته کولو، ورزش ته د زده کوونکو د هڅونې، د مینې او همکارۍ د روحیې د لوړولو او د زده کونکو او اکادمیکانو د روغتیا او هوساینې کچه […]

د سیب پوهنتوني سیسټم کارولو څرنګوالی او په سایټ کې د واحد غوره کولو څرنګوالی په اړه زده کړه ییز ورکشاپ

د ۱۴۰۳ کال د لومړی سمستر د محصلینو د روزلو په موخه د سیب پوهنتوني سیستم د کارولو او په سایټ کې د واحد د انتخاب د څرنګوالی په اړه ورکشاپ د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د غبرګولیپه ۹مه نیټه د خاتم النبیین(ص) غزني څانګه د ابو ریحان البیروني د غونډو په تالار […]

د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني په څانګه کې د “تشبث، اقتصادي پراختیا، هوساینې او د فقر کمولو” په اړه علمي سیمینار

د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني په څانګه کې د “تشبث، اقتصادي پراختیا، هوساینې او د فقر کمولو” په اړه علمي سیمینار جوړ شو.د چهارشنبه په ۲/۳/۱۴۰۳ نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د اقتصاد پوهنځی په هلو ځلو او د افغانستان د حقوقي او اقتصادي مطالعاتو انستیتیوت AELSO په همکاری د « تشبث، پراختیا، هوساینې […]

د حقوق محصلینو د صنفي سیمینار بهیر

د خاتم النبیین(ص) پوهنتون غزني څانګه، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د محصلینو د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه د تدریسي میتودونو کارول اړین ګڼي او د دغه پوهنځی استادان هڅه کوي چې د زده کړو بهیر چټک کړي او په صنفي فعالیتونو کې د زده کونکو د فعال ګډون له لارې اهدافو […]