[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې له تلپاتو دندو او سیاستونو څخه د د فرهنګي ودې د نوښتونو د پیژندلو، لوړولو او هڅانده فرهنګي زده کړیالانو ته د شونتیاووبرابرول دي. په دې ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال د سلواغئ د میاشتې په دوهمه نیټه د دوشنبې په ورځ  هغوئ چې د۱۴۰۱ کال په اوږدو کې يي له فرهنګي امریت سره ډیره ، ښه او اغیزمنه  فرهنګي مرسته لرله د فرهنګې هڅاندو زده کړیالانو د ستاینې په موخه  د پوهنتون د محترم ریاست په دفتر کې غونډه جوړه کړه، په دې غونډه او پروګرام کې د پوهنتون مرستیالانو د پوهنځیو رئسانو د دیپارتمنتونونو آمرینو، استادانو او د خاتم النبیین پوهنتون دغزني څانګې کارکونکو هم ګډون کړی وو. په ۱۴۰۱ کال کې سیدمحمد اصغر کوثري، بسم الله فطرت، او اغلې تمنا توانګرد هڅاندو فرهنګي زده کړه یالانو په توګه غوره شول.

د پروګرام په پیل کې د فرهنګ اواړیکو د امریت چارسمبالي دوکتور بسم الله مهدوي،  د محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو ریسانواو نورو محترمو ګډونوالو له هڅو او مرستې څخه چې د فرهنګ او اړیکو له امریت سره يي په ۱۴۰۱ کال کې ترسره کړې وي د مننې ترخوا معلومات وړاندې کړل. د خاتم النبیین پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال ډاکتر مدقق د فرهنګي هڅاند د نوم او ویاړ د ترلاسه کولو له امله زده کړیالانو ته مبارکي وویله: او د فرهنګ د اهمیت په اړه يي څرګندونې وکړي هغه فرهنګي کار بنسټیز کار وباله، ورپسي د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ریس ډاکتر محمد رحیم اصغري  وینا وکړه او د  خپلو خبرو په ترڅ کې  يي د فرهنګ او اړیکو له آمریت څخه د ستاینې او مننې تر خوا  د فرهنګ او اړیکو دآمریت هڅې او کړنې له دې امله وستایلې چې د غوره فرهنګي او هڅاند زده کړیال د غوره کولو پروګرام يي جوړ او د جوړیدو له کبله يي زده کړیالانو ته هم مبارکي وویله او هغه يي وستایه. نوموړي فرهنګي کارونه سپیڅلي وبلل او په دیني، ټولنیزو ډګرونو کې يي د زده کړیالانو هڅاند ګډون او د فرهنګي کارونو سرته رسول یوه دیني او اسلامي دنده یاده کړه. نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې نوي او پراختیا غوښتنونکي استعمارته په اشارې سره هغه فرهنګي استعمار، فرهنګی برید او د لویدیځ فرهنګي یرغل وباله. ډاکتر اصغري د خپلو خبرو په وروستیو کې د هیواد رښتني خپلواکي له فرهنګي خپلواکې سره غوټه کړه او سیاسي، اقتصادي… خپلواکي يي د فرهنګي خپلواکي له شتون پرته بي معنا او بي ارزښته وبلله. دا پروګرام اوغونډه هڅاندو فرهنګي زده کړیالانو ته د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، او معالجوي طب د پوهنځیو د ریسانو او محترمو مرستیالانو له  لوري د ستاینپاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

dang ky tai khoan no hu 789club game bai xi dach online mau binh tk88 cach nho 6 mat bau cua roulette x trai nghiem casino tai xiu keo rung bong da hitclub vinbet club brisbane roar vs newcastle jets soi keo bong da 16h00 07 01 2025 vuot qua chu nha game ban ca doi thuong tien mat thuy cung soi keo hom nay keo ty so chinh xac thuat ngu trong bai lieng no hu sunwin 1 khuyen mai ngoi sao li xi may man tk88 huong dan cach soi keo bong da cho tan thu cuc hay no hu tam quoc v6bet tai xiu 64965 nemo vin