د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوقي کلینیک د غزني څانګې د حقوقو پوهنځی په همکارۍ د تمثیلی محکمې چې څه موده وړاندې د ذکورو محصلینو له خوا جوړه شوې وه، په ادامه که یی د یکشنبې په ورځ (۹/۱۳/۱۴۰۱) د دغه پوهنتون د اناثو محصلینو له خوا دویمه تمثیلی محکمه جوړه شوه. په دې پروګرام کې د حقوقو استادانو او محصلینو ګڼ شمیر په کی ګډون کړی وو. د حقوقو اناثو محصلینو لاندې رول ولوبول:
١- قضاوت مند آغلې سميرا ايوبي د غونډې د رييسې په توګه؛
۲- قضاوت یار حمیده زاهدی د غونډې د غړې په توګه؛
۳- قضاوت یارعاطفه عالیمی د غونډې د غړي په توګه ؛
٤- تمنا توانګر د غونډې د منشي په توګه؛
مهناز محمدي د عدلي طب د ډاکټر په توګه؛
۶- زهرا نظامی د څارنوال په توګه؛
۷- نجلا بيات او ام البنين محمدي د تورنو مدافع وکيلانو په توګه.
او ځینې نور محصلین د شاهدانو، مدعیینو او … په توګه حاضر شول.
د تمثیلی محکمې عملي زده کړه چې د استاد څارنوال سید ضیاء الله علوي په مشرۍ ترسره شوه، د محصلینو له پوره رضایت سره مخ شوه او هغه محصلین چې له عملي زده کړو څخه بریالي شوي وو، د دغه پروګرام د ترسره کیدو ستاینه وکړه او د داسی پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر اصغري چې د دغه پروګرام له ویناوالو څخه وو، په اسلامي حقوقي نظام او معاصرو حقوقي نظامونو کې د قضایي تعقیب پروسه تشریح کړه او ویې ویل چې په اسلامي حقوقي نظام کې قضایي بهیر یو پړاو دی او صادر شوی پریکړه وروستۍ ده او د استیناف وړ نه ده. د پروګرام په پای کې د غزني ولایت د مدافع وکیل او د خاتم النبیین پوهنتون د حقوقي کار روزنیز مرکزاستاد ښاغلي سید تواب حسیني د محصلینو ارزونه وکړه او د محصلینو د سمو کړنو ستاینه یې وکړه.
حقوقي کلینیک د ګران استاد څارنوال ضیاءالله علوي او د ګرانو محصلینو له هڅو څخه ستاینه او مننه کوي.