شنبه 24 سنبله 1403 برابر با Saturday, 14 September , 2024
فوتسال دانشجویی دانشگاه خاتم النبیین شعبه غزنی
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

ورزش د روغتیا د فکتور په زیاتولو کې مهم رول لوبوي د روحیه ځواک رامینځته کوی او په ټولنه کې د ټیمی کار او متقابل تفاهم روحیه پراخه کوی. په همدی خاطر د خاتم النبیین پوهنتون غزني څانګې تل دې مسلې ته پاملرنه کړې او د محصلینو د فوټسال او والیبال ګڼې سیالۍ یې په لاره اچولي دي.

دا ځل د پوهنتون د فرهنګي او مخابراتو ریاست په هلو ځلو د محصلینو د فوټسال ټورنمنټ په ۲/۳/۱۴۰۱ نیټه پیل شو چې د ۲۱ ټیمونو په ګډون د محصلینو او د پوهنتون کارمندانو په څلورو ګروپونو کې ګډون وکړ.د لوبو دغه پړاو چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ، د ۱۴۰۱/۴/۱۰ نیټه پای ته ورسیده او پای لوبه یې د طب پوهنځي د اتحاد ټیم او د حقوقو پوهنځي د شیران سنګر ترمنځ ترسره شوه. په وروستۍ لوبه کې د اتحاد لوبډلې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه او د شېر سنګر لوبډلې د نائب اتلولي خپله کړه. د دې ترڅنګ د ټورنمنټ په دې پړاو کې د اقتصاد چهار لوبډلې درېیم او اتلان حقوق د “اخلاقی” لوبډلې لقب خپل کړ.د لوبې د غوره لوبغاړي لقب د پشتازان طب لوبډلې څخه عبدالوارث احمدي او د ښاغلي “گول” لقب د خاتم ا.ف.س.ی لوبډلې له لورې رحمت الله حیدري ته ورکړ. د غوره ګول ساتونکي جایزه د اتحاد خاتم لوبډلې سید شعیب ته ورکړل شوه. د خاتم النبیین پوهنتون غزني څانګې ګټونکو ټیمونو ته او هغو لوبغاړو ته چې یاد جایزې یې ګټلي دي ټولو ته یی قیمتی جایزې ورکړلې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *