شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024

د شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د زمري د میاشتې په ۱۹ نیټه د غزني ولایت د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلینو د دوهم سمستر آزموینې د قاري بشیر احمد آسف د قرانکریم سپیځلو ایاتونو په  تلاوت سره پیل شوو چی د همدي پوهنتون له محصلینو څخه دی او ورپسې د پوهنتون  محترم  رئیس دکتر حبیبي خبرې وکړې. چي په خپلو خبرو کې  محصلانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنتون له محترمو مرستیالانو، استادانو او همکارانو څخه د مننې ترڅنګ د ازموینې د اخیستو او چمتووالي په اړه ځینې تخنیکي، جوړښتي او میتودیکي معلومات وړاندې کړل.  د ازموينې په برخه کې يې زده کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او د ازموينې په غونډه کې حاضرو کسانو ته يې يادونه وکړه. د دکتر حبیبي له وینا وروسته د محصلانو چارو مرستیال استاد پویا د محصلینو لپاره د ازموینو د سرغړونو، تقلب … بېلګې یادې کړې او په دې برخه کې یې د اړتیا وړ موضوعات بیان کړل. د استاد پویا تر خبرو وروسته د ازموينې غونډه د ازموينې د محترمو نظارت کوونکو له خوا په محصلينو د ازموينې د پاڼو په ويش سره دوام وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *