چهارشنبه 14 سنبله 1403 برابر با Wednesday, 4 September , 2024
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د۱۴۰۳ کال د منی متفرقه کانکور ازموینه د سنبلې دمیاشتې په پنځمه نیټه د خاتم النبیین (ص) په پوهنتون کې واخیستل شوه. دا ازموینه د طب، حقوق، سیاسي علومو او اقتصاد په برخو کې او د کانکور د ټولو معیارونو سره سم ترسره شوه.

مراسم د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د پوهنتون محترم رییس ډاکټر حبیبي د علومو او زده کړو په ارزښت د ټینګار تر څنګ له داوطلبانو څخه وغوښتل چې د بریالیتوب لپاره لا زیات کار وکړي.

د ازموينې پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د څارنې بورډ تر جدي څارنې لاندې له قرنطين څخه خلاصې شوې او تر وروستۍ منظورۍ وروسته نوماندانو ته وړاندې شوې.

د نوماندانو د مثبت غبرګون او د ازموينې د ټولو پړاوونو د دقيقې څارنې له امله ويلای شو چې د ۱۴۰۳ خزاني متفرقه ازموينه په پوره برياليتوب سره ترسره شوه. د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د داوطلبانو لپاره د لنډې ناستې په جوړولو او د تعلیمي زیربناوو د لوړولو له لارې د راتلونکو ازموینو کیفیت لا ښه کوي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *