یکشنبه 5 حمل 1403 برابر با Sunday, 24 March , 2024

اداري مدیریت او بشري منابع په عملیاتي پلان کې د خپل کوډ شوي او تصویب شوي برنامې پراساس د “بشري منابعو مدیریت او تنظیمي چلند” تر سرلیک لاندې د کارمندانو ظرفیت لوړولو لپاره د غونډو د لړۍ دویمه ناسته ترسره کړه. دغه غونډې چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د تشکيلاتي چلند د بڼې د لا پياوړتيا او توسعی په موخه جوړه شوی وه، د پوهنتون د ۹ تنو څخه د زياتو کارکوونکو په ګډون پيل شول. دا غونډې د پرله پسې او متقابلو موضوعاتو په توګه د ظرفیتونو د لوړولو او ارتقأ په موخه جوړې شوې، تر څو په اداري اړیکو کې د ناسم پوهاوي د کمولو او همدارنګه په ورسپارل شویو چارو او دندو کې د تولید د زیاتوالي په موخه جوړه شوه. د دې ناستو د لړۍ بله موخه د مدیریت له مسلکي او تخصصي رولونو سره د کارکوونکو آشنا کول دي، چې د لس مدیریتي مهارتونو په بڼه د عملي غونډو په بڼه وړاندې کیږي. په دې ورکشاپ کې کارکوونکو ته د مدیریت مهارتونه د عینی او مملوس مثالونو سره تدریس کیږي، چې د مسلکي اجرااتو، د استعدادونو د لوړتیا او په پای کې په اغیزمنو بشري منابعو باندې د تکیه کولو په پایله کې د ادارې د تولیداتو د زیاتوالي اساس کیدای شي. د يادونې وړ ده، چې يادې شوې غونډې به هره اوونۍ د دوو برخو پوښتنو او ځوابونو په بڼه د کارکوونکو د ورځنيو مديريتي ستونزو د حل او د مسلکي مديريت د مهارتونو د زده کړې په برخه کې دوام ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *