شنبه 1 ثور 1403 برابر با Saturday, 20 April , 2024

د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۳۰ مه نېټه د دې پوهنتون د غونډو په تالار کې د کانگورو د ریاضیاتو د نړیوالو سیالیو د ګټونکو د پایلو اعلان وشو. یاده غونډه د عبدالصمد قدوسي د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.د غزني ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد منير منصور د دغو سياليو په غوره شويو زده کوونکو د مډالونو په ويش سره خبرې وکړې. د خاتم النبیین پوهنتون د غزني د څانګي د استادانو په استازيتوب ډاکټر هاشمي د ښوونځیو د مدیرانو د ستاینلیکونو په ورکولو سره خبرې وکړې. د کیان جاغوري د مدیر هوښیارانه وینا، د سندونو د ویش او د ستاره هدایت د ښوونځي د مدیر عبدالعزیز محسني د اختتامي دعا سره دوام وکړ.
د يادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د غزني ولايت زده کوونکو ته لس مډالونه ورکړل شول، چې پنځه يې د جاغوري ولسوالۍ د ښوونځيو او پاتې پنځه مډالونه د غزني ولايت د مرکز د ښوونځيو له خوا وګټل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *