[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوقو پوهنځي د غزني څانګې د محصلینو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په دوام، د غزني ولایت د استیناف محکمې د علنی غونډو په تالار کي په ۹/۸/۱۴۰۱ نېټه د غزني ولایت د  د تمثیلی محکمې پروګرام سرته ورسیدل. د دې پروګرام موخه دا وه چې د حقوقو محصلین د قضایي پروسې سره اشنا کړي، د قضایي هیئت، منشي، د محکمې رییس، مدافع وکیل، شاهد او نور رول ترسره کړي، ترڅو زده کونکي وکولی شي، د نظري زده کړې سربیره د حقوقو درسونه، په عمل کې هم د قضایي اجرااتو ترسره کول او د هیواد د عدلي او قضایي ارګانونو په مسلکي څانګو کې د عملي کار لپاره چمتو شی.

په دغه پروګرام کې چې د غزني د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د یو شمیر محصلینو د پوهنتون محترم ریس،  د پوهنتون استادان،  د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس، د استیناف محکمې  قاضیانو  او نورور میلمنو ګډون کړی وو. د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس ښاغلي مولوي محی الدین عمري د دغه پروګرام د ارزونې په ترڅ کې د حقوقو د محصلینو له خوا د تمثیلی محکمې د سمې اجراآتو په اړه خبرې وکړې. د خاتم النبیین  (ص) پوهنتون د غزنی څانګه زیاته کړه، چی محصلین د هېواد سرمایه او د هیواد راتلونکې رهبران دی،  باید په علمی صحنو کې لا زیات حضور ولری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *