There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د پوهنیزو، تعلیمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او له شته ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې په موخه، خاتمالنببین(ص) پوهنتون او د وردګو پوهنتون د ۱۴۰۴/۶/۲۵ نېټې یو ګډ همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه مراسم د وردګو پوهنتون په مرکزي دفتر کې ترسره شول.
د خاتمالنببین(ص) پوهنتون پلاوي د پوهنتون د رئیس ډاکټر خادم حسین حبیبي په مشرۍ، او د مولوي سید عبدالصبور قریشي (د اسلامي ثقافت د درسونو مسوول)، مولوي ذبیحالله سعید (د دعوت او ارشاد آمر) او ښاغلي بسمالله فطرت (د عامه اړیکو او نړیوالو چارو مدیر) په ګډون په دې غونډه کې برخه واخیسته. له بلې خوا، د وردګو پوهنتون رئیس الحاج شیخ صفتالله حقاني له خپلو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو سره یو ځای د مېلمه پلاوي هرکلی وکړ.
د غونډې په ترڅ کې، د دواړو پوهنتونونو رئیسانو د هوکړه لیک د مادو پر اغېزمن تطبیق ټینګار وکړ او هغه یې د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د پوهنیزو او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بستر وګاڼه. د وردګو پوهنتون رئیس دا کار د لوړو زدهکړو وزارت د لارښوونو سره سم، چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي او همکارۍ پر بنسټ دي، ارزونه وکړه.
د هوکړه لیک موخې او مادې
دا هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تعلیمي، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو د پراختیا پر محور لاسلیک شو او په مهمو ژمنو کې یې لاندې ټکي شامل دي:
- د ګډو علمي سمینارونو او کنفرانسونو جوړول؛
- د تعلیمي او څېړنیزو تجربو تبادله؛
- د درسي کتابونو تالیف او تدوین؛
- د استادانو او محصلینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول؛
- د لوړو زدهکړو د پایلیکونو او څېړنیزو طرحو تبادله؛
- د لنډمهاله تخصصي کورسونو په جوړولو کې همکاري.