[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون، غزني څانګه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی، د خپل کلني عملیاتي پلان پلي کولو سره سم او د حقوق د محصلینو د حقوقي پوهې او عملي مهارتونو لوړول، د تمثیلي محکمې نهم د (د یوه متروکه حویلي د غصب دعوا) د موضوع سره د غزني ولایت د استیناف محکمې په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ (۹/۸/۱۴۰۳) نېټه د همدې محکمې د قضایي غونډو په تالار کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو په حضور کې جوړه شوه.

پروګرام د پوهنتون د عمومي اړیکو مدیر ښاغلی فطرت په اجرا او د حقوق د یو محصل له خوا ښاغلی سید اسلام فکوري له خوا د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځی استاد ښاغلی استاد عظیمي د قضایي نظام په اهمیت او عملي کار یې خبرې وکړې او ویې ویل: په یوه ټولنه کې عدالت د هغې ټولنې د روغتیا اندازه ده که قضایي سیستم روغ وي نو ویلای شو چې دا د ټولنې او هیواد عمومي وضعیت پایله کیدی شي تر څو له عدالت څخه خوند واخلو او له تبعيض، جبر، بې عدالتۍ او تيری څخه ټولنه لرې  وساتو.

دا روزنیز کورس د لسو غونډو په جریان کې د 15/7/1403 څخه تر 9/8/1403 پورې د غزنی ولایت د تکړه حقوق پوه استاد سید تواب حسینی په مشرۍ ترسره شوه او د حقوق محصلینو په دې کورس کې په لاندې ډول رول ولوبول:

  1. قربان علي تواضعي: د قضايي غونډې رئيس
  2. عبدالحنان حقاني: د قضايي غونډې غړی
  3. سید محمد رضا رضوي: د قضايي غونډې غړی
  4. خیرالله تره کی: د قضایی غونډې مفتي
  5. نوروز علي عادلي: د مدعي باالوکاله، مدافع وکیل
  6. عبدالبصیر عمري: د مدعي علیه باالوکاله، مدافع وکیل
  7. مصطفی حکیمي، قربان امیري، حداد فیاض، خد داد محمدي او ضامن حسن محمدي، شاهدان
  8. احمد علي رستمي، زبیر زماني او خلیل الله حسنیار د جنایي ټیم غړي
  9. امان الله مهمند: د غونډه منشي

 د يادونې وړ ده چې غونډه د استاد سيد تواب حسيني په خبرو او په پروګرام کې برخه اخیستونکو محصلینو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

best bluffs in poker giai ma giac mo thay meo 33win tang 33k ho chi minh lang ban ca ca do online max88 fully68 no hu 96834 game casino online co dang de trai nghiem khong xo so minh ngoc max88 tien len mien nam max88 co up gofun99 slot 68907 vn138 no hu 32782 no hu naga x79 no hu 13045 ca cuoc esport bi quyet khong de thua lo de r88 poker 58712 mach ban chien thuat choi mini game tai xiu no hu ban ca cach choi tai xiu tren mang