[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د تدريس او انضباط د کميټې او د طب پوهنځي د تدريسي کميټې په هلو ځلو د شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ لمريز کال د سنبلې د مياشتې په ۳۱ نيټه د ابوريحان د کنفرانسونو په تالار کې يو سيمينار جوړ شو. دا سیمینار د محصلینو په لیوالتیا سره د لومړي سمستر د محصلینو د پوهنځی د ښوونیز سیسټم او د هغه د حاکمیت مقرراتو او اصولو سره د اشنا کولو په موخه جوړ شو.
پروګرام د یو تن محصل لخوا د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. بیا د پوهنځی رئیس ډاکټر مهدي زاده محصلینو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د کریډیټ سیسټم، د تحصیل دوره، د درسونو د واحدونو جوړښت، د کورسونو نظري او عملي ارتباط، تعلیمي اهداف او همدارنګه د پوهنځي انضباطي مقررات تشریح کړل. په لاندې برخه کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې او ډاکټر مهدي زاده ورته په پوره وضاحت ځوابونه ورکړل.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *