[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د محصلینو لپاره د نشاط د رامنځته کولو  او د خپل کلني عملیاتي پلان پلي د کولو په موخه د دوشنبې په ورځ (۲۲/۵/۱۴۰۳) د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د سالم چاپېریال د حق تر عنوان لاندې خپلو زده کوونکو ته د علمي-تفریحي سفر پروګرام جوړ کړ.

د دغه علمي – تفریحي سفر د مدیریت چارې د حقوق ډیپارټمنټ آمر ښاغلي ډاکټر حسن رضا شایانفر په غاړه درلود او په دې سفر کې د پوهنتون د علمي څېړنو آمر ښاغلي ډاکټر کامران هم حضور درلود او له محصلینو سره یې ملتیا کوله. 
په یوه شنه او ارامه فضا کې د محصلینو له اوسیدو وروسته ښاغلي ډاکټر شایانفر د سالم چاپیریال د حق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:
د سالم چاپیریال حق په نننۍ نړۍ کې یو له اساسي بشري حقونو او حیاتي مسلې څخه دی چې حساسیت او پاملرنه ورته یوه اساسي مسله ګرځیدلې ده. د علم او ټکنالوژۍ پرمختګ د طبيعت د تسلط او استثمار زياتېدو ته لاره هواره کړې ده، تر دې حده چې د هغې ساتنه او د ککړتيا مخه نيول په معاصره نړۍ کې يو له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي. د حقوق آمریت دخپلې وینا په یوه بله برخه کې څرګنده کړه چې نن ورځ د سولې دحق او د پرمختګ دحق ترڅنګ د سالم چاپیریال حق د بشر د حقوقو د دریم نسل په توګه پیژندل کیږي او په نړیوالو قوانینو کې د ازادۍ او برابرۍ د حق ترڅنګ د سالم چاپېریال حق په رسمیت پېژندل شوی دی.
په پای کې، ډاکټر کامران د جرمونو په ډول باندې د طبیعي چاپیریال اغیزې وڅیړلې او په دې اړه یې د شیکاګو ښوونځي نظریه وړاندې کړه. ورپسې محصلینو د خاتم النبیین (ص) په پوهنتون کې د خپلو زده کړو خاطرې شریکې کړې او محصلینو ته یې د موسمي میوو خواړه ورکړل شول.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

sam86 8888 11131 sky88 8888 43828 sunwin tai xiu 51863 tu duy choi live casino hieu qua than tai 8888 82031 tong hop kinh nghiem choi xi dach online hieu qua jambong 8888 63465 choang club wellbet soi keo 31369 ban ca the cao club xo so minh ngoc max88 nohu888 no hu 68072 luat choi tien len mien nam dem la sam86 poker 70125 dating my daughter solarbet poker 85109 rik88 soi keo 60638 gon vip sam loc mien bac sam loc 8888 36082