There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د محصلینو د لیکلو وړتیا او فرهنګي فعالیتونو وده، ټولنې ته د غوره محصلینو معرفي او د پوهنتون د فعالیتونو د هر اړخیز راپور وړاندې کول د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې له مهمو موخو او اقداماتو څخه دي. په همدې مناسبت د پیام خاتم علمي – محصلي مجلې شلمه ګڼه چاپ او ګرانو لوستونکو ته وړاندې شوه. د پیام خاتم مجلې په دې ګڼه کې لاندې موضوعات او مطالب وړاندې کیږي:
- حسن مطلع: د سر دبیر وینا د ډاکټر سید بسم الله مهدوي په قلم؛
- پیغامونه: (د ډاکټر سجادي، حاجي جواد محسني او ډاکټر حبیبي پیغامونه)؛
- د غوره او نامتو زده کونکو سره مرکې؛
- د بریالي فارغانو سره مرکه؛
- د محصلانو مقالې (د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د چابهار بندر رول…)
- راپورونه: (د سنایي په ټاټوبی کې د علمي جشن په ویاړ، تازه خبرونه، د آیت الله اعظمی محسني د مړینې د څلورم تلین لمانځنه، د خاتم النبیین پوهنتون د غزنی څانګې د کتابونو نندارتون…)
- علمي کنفرانسونه او سیمینارونه (د افغانستان په قوانینو او اسلامي فقه کې د طبي غلطۍ د قضیې اساسات د آیت الله محسني (رح) په نظر ټینګار سره، د سازمان په اغیزمنتیا او موثریت کې د مهارتونو د زده کړې رول…)
- د ظرفیت لوړولو لپاره او روزنیز ورکشاپونه (د غزني خاتم النبیین پوهنتون د حقوق څانګې د محصلینو لپاره تمثیلي محکمه، د حقوق څانګې د محصلینو لپاره د جرمونو په اړه عملي کورس…)
- د زده کونکي یادونه: (سپین کبوتر، پیژندل شوی غږ، لیوالتیا…)؛
- ادب او هنر: (د سینو له دننه څخه باید درس واخیستل شي، د ځان رول…)
- حسن ختام: (د انځور له مخې د اوومې او اتمې فراغت جشن، د خاتم النبیین پوهنتون، غزني څانګه په ۱۴۰۱ کال کې…).