There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د خاتم النبیین (ص) پوهنتون غزني څانګه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د حقوقو دیپارتمنت آمریت غړی د ایران هیواد د مازندران پوهنتون استاد او د ناروې هیواد د اوسلو پوهنتون میلمه څېړونکی ډاکټر فرهاد الله وردی میګوني په وړاندې کولو سره، د «څرنګه حقوق ووایو» تر عنوان لاندې علمی ویبینار وړاندې کړ. دغه علمي ویبنار د ریاست مقام په دفتر کې جوړه شوی وو چې د پوهنتون رئیس ښاغلی دوکتور حبیبي، د پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر کریمی، د پوهنځیونو محترمو رییسانو او د حقوق پوهنځی زده کړیالان پکې ګډون درلود. دغه ویبینار د حقوق پوهنځی د زده کوونکی ښاغلی قاري اسف د الهی کلام د تلاوت سره پیل شو او بیا د حقوق دیپارتمنت آمریت ډاکټر حسن رضا شایانفر په ویبنار کې د ګډونوالو هرکلی وکړ او په دې اړه یې بحث وکړ چې: د دې لپاره چې ګټورې مطالعې او څیړنې ولرو، موږ باید علمي میتودونه وکاروو او په خپل مطالعه، څیړنه او لیکلو کې یې پلی کړو.
د پوهنتون رییس ډاکټر حبیبی په ویبنار کې د استادانو ګډون، په ځانګړې توګه د ډاکټر الله وردی شتون هرکلی وکړ، او د خاتم النبیین پوهنتون د یوې لسیزې علمی او کلتوری فعالیت معرفی کړ او د خاتم النبیین پوهنتون او مازدندران پوهنتون ترمنځ د علمي او کلتوری همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. ډاکټر فرهاد الله وردی د خاتم النبیین پوهنتون په علمي غونډو کې د همکارۍ او چمتووالی اعلان او په ویبینار کې د ګډون څخه خوښ و او ویې ویل: د دې لپاره چې قانون په علمي توګه زده کړو، لاندې ټکی باید په پام کې ونیسو او پیاوړی یې کړو: قانوني استدلال، روښانه ژبه او څرګند بیان او د انتقادی فکر بسط او پراختیا. په پای کې ډاکټر وردي میګوني د یادو ټکو د تشریح وروسته د ګډونوالو سوالونو ته ځواب وویل او همدارنګه علمي ویبنار پای ته ورسید.