[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

پوهنتونونه له مهمو او با ارزښته بنسټونو څخه دي چي د ټولني په پرمختګ او پراختیا کي اساسي رول او نقش لري.

عالي تحصیلات د برنامو د هر اړخیزو پراختیا د تحقق لپاره له اغیزناکو عواملو څخه ګڼل کیږي.

په همدي اساس که چیرته د عالي تحصیلاتو رسالت او دنده د هیواد له اړتیاوو سره سم د متخصیصو او ژمنو کسانو روزل او تقدیمول وبولو نو عالي تحصیلات به د یو هدفمنده او با ارزښته پدیدي په توګه دوه بعده یا اړخه ولري چی کمیت او کیفیت دی چي باید همدا دواړه اړخه یي په متوازینه او مساوي توګه رشد او پرمختګ وکړي.

په تحصیلي او تعلمي ډګر کي د کیفیت ارتقاء او بهبود د هر عالي نظام زدکړه ایز هدف دی.چي دي هدف ته نه رسیدل د اقتصادي سرچینو دي له منځه تللو،پرځان د بی باوره  کیدلو او  د فردي او اجتماعي شخصیتونو د تزلزل لامل او باعث ګرځي. په همدي دلیل د داخلي او بهرني باهدفه ارزښتونو د موندني لپاره د پوهنتونونو د تحصیلي نظام کیفیت ته دوامداره توجه کول داسي پروسه ګڼل کیږي چي دعالي تحصیلاتو د کیفیت د تضمین او ارتقا‌‌‌‌‌ء په برخه کي ور باندي حساب کیدلي شي.

او پوهنتونونه کولای شي د ټولني په ټولنیزه پراختیا او انکشاف کي غوښینه برخه ولري.

یادو هدفونوته د رسیدو په موخه د خاتم النبین پوهنتون د غزني ځانګي ډیري داخلي ارزوني تیري کړي اوسرته یي رسولي اما دا ځل ویاړي چي د لومړي ځل لپاره د محترم قاضي صاحب عبدالباري غفاري تر رهبرۍ لاندي د خصوصی سکتور د لسانس دبرنامو د ارزوني او څارني د هیأت کوربه توب په غاړه لري چي یاد هیأت سره د غړي په توګه محترم قاري مستقیم نظامي د اکادمیکو چارو د قوانینو او لوایحو څخه د تطبیق کار شناس او محترم پوهنمل استاد محمد مسعود نیک نام د غزني پوهنتون استاد علمي او کدري غړی هم ملتیا لرله .

یاد هیأت د ۱۴۰۱کال د ۳میاشتي په ۸ او ۹ نیټو د خاتم النبین پوهتنون د غزني څانګي ته تشریف راوړچي د اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو څخه يي په مختلفو اړخونو کي څارنه او ارزونه وګړه.

د یاد هیأت غړي د خپلي څارني او ارزوني په اختتامیه ناسته کي د خاتم النبین پوهنتون په علمي او تربیتي ډګر کي یوله مخکښه نهادنواو بنسټونو څخه وبلل او ددي پوهنتون له علمي ، تحقیقاتي او څیړنیزو کړنو څخه یي خوښي څرګنده کړه او د لا پرمختګونو لپاره يي اړیني او لازمي لارښووني وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

reel riches slot hitclub meo choi bai uno zing88 tai xiu 41726 bat mi meo choi game bai dia chu b52 club luon thang tien game no hu tang tien khoi nghiep tinh tien keo bong da big club kinh nghiem ca do bong da thu thuat ne heo bai tien len the journey to apt taipei poker classic max10 tai xiu 6069 soi keo truc tuyen tx888 vin meo choi phom tong hop nhung quy luat choi game slot de thang game bai fc88 bat mi cach choi slot game avengers luon an tien tai b52 club no hu sweet bonanza soi keo bong da y baccarat online tk88