[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د نشه یي توکو د کارونې د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د دوشنبې په ورځ د 3/۱۰/۱۴۰۳ نیټه د «نشه یي توکو د منفي پایلو په اړه ولایتي وینا» تر سرلیک لاندې علمي غونډه جوړه شوه. دغه علمي کنفرانس د خاتم النبیین (ص) پوهنتون غزني څانګې علمي مرستیال د غزني ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د طب پوهنځي په همکارۍ ترسره شو.

 

غونډه چې د دغه پوهنتون د حقوقي کلینیک په تالار کې جوړه شوې وه، د ښاغلی بسم الله فطرت د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د د غزني ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارپوه ښاغلی عبدالرحیم رحیمي په وینا سره دوام وکړ. ښاغلی عبدالرحیم رحیمی د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې د دې غونډې د ترسره کولو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د نشه یي توکو کارول د اسلامي شرعی احکامو له نظره څرګند کړل او د ټولنې په بیلا بیلو برخو کې یې د ناوړه پایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 ورپسې د معالجوي طب پوهنځي رئيس ډاکټر حميدالله مهدي زاده د انسان پر ذهن او بدن د نشه يي توکو د کارونې د منفي پايلو په اړه بحث او خبرې وکړې او دغه عواقب يې د پښتورګو، ځيګر، زړه، مغزو او نورو غړو په اړه بحث او څېړنه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *