د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د محصلینو د منی سمستر وروستۍ ازموینې د شنبې په ورځ د دغه پوهنتون د حکیم سنایی د غونډو په تالار کې پیل شوې. په دې مراسمو کې چې د پوهنتون رئیس، علمي، اداري- مالي مرستیالانو او محصلینو، د پوهنتون استادانو او د ازموینو مدیرانو حضور درلود، په سلګونو محصلین په ځانګړې لېوالتیا سره د ازموینو د هرکلي لپاره ورغلي وو. د ازموينې د پروګرام په پيل کې د ازموينې د کمېټې مشر استاد رضوي ټولو محصلينو ته د ازموينې تالار ته ښه راغلاست ووايه او د برياليتوب او روغتيا هيله يې وکړه او د ازموينې مقررات يې ورته بيان کړل. بیا د پوهنتون محترم رئیس استاد دوکتور حبیبي خبرې وکړې او محصلینو ته یې د وخت د مدیریت او له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه په ځانګړې توګه د وروستیو ازموینو په برخه کې ګټورې لارښوونې وکړې. د ډاکټر حبيبي له وينا وروسته مديرانو محصلينو ته د ازموينې پاڼې وویشل او ازموينې په رسمي ډول پيل شوې.