[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د ځمکې د پاکۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د حقوقي کلینیک په تالار کې یوه علمي او فرهنګي غونډه جوړه شوه. دا غونډه چې د چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي د لوړولو او د ځمکې او چاپېریال د سرچینو د ساتنې او پاکوالي لپاره د علمي لارو چارو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه او په هغې کې د پوهنتون استادانو، مسوولینو او کارمندانو ګډون کړی و، د پوهنتون د یوه محصل محمدجواد همتا په پرانیستونکې وینا او د پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې د مسوول مولوي صاحب سعید له خوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر غلامرضا کریمي او د غزني ښاروالۍ د تخنیکي برخې آمر ښاغلي الحاج فضل احمد مدني په وینا سره دوام وموند. ډاکټر کریمي د خپلې وینا په پیل کې د غونډې ګډونوالو او په ځانګړي ډول د دې غونډې میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دې غونډې د جوړولو موخې یې په ګوته کړې. وروسته یې په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان په پالیسیو او شعارونو خبرې وکړې او په پای کې یې د غزني ښار د چاپېریال ستونزې او د هغو د حل لارې چارې تر بحث لاندې ونیولې. نوموړي د سړکونو د اوبو کولو لپاره د ککړو اوبو څخه ناسمه ګټه اخیستنه، د پلاستیکي کڅوړو زیاتوالی، د شنو ساحو کمښت، د بوټو د ریښو تجارت او د هغو له منځه تلل او د ځمکې لاندې اوبو څخه بې ځایه ګټه اخیستنه د غزني ښار د چاپېریال له ننګونو څخه وبلل او د چاپېریال ساتنې د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول، د نیالګیو کښت ته پاملرنه، د پلاستیک له بې ځایه کارولو څخه مخنیوی، د ونو او بوټو ساتنه، د اوبو د سرچینو او په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او نوي نسل ته د طبیعت درناوي په اړه زده کړه یې د دې ننګونو د حل لارې چارې وبللې. حاجی صاحب مدني هم په خپلو خبرو کې د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې له ریاست او مسوولینو څخه د دې علمي او فرهنګي غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او ځمکه یې د خدای تعالی له مهمو مخلوقاتو څخه وبلله او زیاته یې کړه چې خدای تعالی ځمکه پاکه او سپېڅلې پیدا کړې ده، خو د انسانانو اعمالو د هغې د ککړتیا لامل شوي دي. هغه د اقلیم بدلون، د سمندرونو ککړتیا او نور د همدې خبرې پایله وبلله او زیاته یې کړه چې د انسانانو د ناسمو کړنو په اصلاح کولو سره به ځمکه هم پاکه او سپېڅلې شي. مولوي مدني د خپلو خبرو په بله برخه کې د غزني ښار د چاپېریال وضعیت، د هغه د مدیریت لپاره موجودې ننګونې او په دې برخه کې د غزني ښاروالۍ اقدامات تر بحث لاندې ونیول او ژمنه یې وکړه چې «موږ به هڅه وکړو چې د غزني ښار پاک او سپېڅلی وساتو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

tai xiu md5 du doan bong da mua giai 2023 2024 11bet slot 6960 kho bau tu linh luck8 toan dan ban ca tai xiu chan le game ban ca 5 sao vo cuc club ty le chau au no hu sam truyen sv388 soi keo 82576 tren duoi hitclub under pressure choibonbon vin go88 soi keo 67919 b88 8888 61105 win79 no hu 59712 da ga cua sat campuchia hitclub vua hai tac max88 zomclub tai xiu 67562