[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د ۱۴۰۱کال د لوې میاشتې په دوهمه نیټه د یکشبنې په ورځ د مقالې لیکنې کارځای (ISI)د خاتم النبیین پوهنتون د ریاست په دفتر کې پرانیستل شو. په دغه ځای کې د انګلیستان د شفلیدهالوم د پوهنځي څیړونکي ډاکتر عارف سحر،د دغه پروګرام د جوړولو اود زده کړیالانو له پاره د((ISI)مقالولیکلوته د شونتیاوود برابرولو، له امله د پوهنتون د علمي او تدریسې مرستیال جناب ‌ډاکترمدقق له هڅو مننه وکړه. نوموړي د مقالې لیکنې په برخه کې نوي معلومات وړاندې کړل اودمقالي لیکنې، نویو مجلوکتنه او د همپاله جوړښتونو رودې، اوله همپاله جوړښتونو وروسته د  نويو لارو او رودو په ترڅ کې يې د لیکوال نوښتونوته اهمیت ورکول وارزول. ډاکټر سحرد خپلو خبرو په دوام د علمي مقالو د مهمو برخوځانګړنو لکه عنوان، غورچاڼ، کلییزي خبرې، سریزې، متن اوپایلې ته نغوته وکړه او د علمي مقالو په نویو نوښتونويي ټینګاروکړ. د پروګرام په پای کې علمي او تدریسي مرستیال ، ګډون کوونکو او استادانو په دغه پروګرام کې د ډاکټر سحر له ګټورواوارزښتمنومطالبو مننه وکړي او په دې ډګرکې د بشپړونکوبحثونود دوام غوښتونکي شول. د یادونې وړ ده چې ډیری فرهنګیان او ادیبان د پیژندل شویو لینکونو له لارې له دغه پروګرام سره وصل اوموضوع يي څارله.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *