There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غوایي د میاشتې په ۲۸مه نېټه، د “کارآفرینۍ، اقتصادي پراختیا، هوساینې او د بې وزلۍ کمولو” تر عنوان لاندې یو کاربردي علمي سیمینار د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې د اقتصاد پوهنځي او ډیپارټمنټ، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې (السو) او د مشورې او کارموندنې مرکز او د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د ابوریحان په تالار کې ترسره شو.
په دې سیمینار کې چې د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې رئیس، مرستیالانو او استادانو، د غزني پوهنتون استادانو او محصلانو او د پویندګانو لېسې زده کوونکو ګډون کړی و، د ښاغلي مجتبی نبي زاده په پرانیستونکې وینا او د مصطفی حکیمي په تلاوت سره پیل او د اقتصاد پوهنځي د محترم رئیس ښاغلي استاد اسحق علي فهیمي، استاد فرزان، پوهاند احسان الله اکرم زوی، ښاغلي بهشتي، استاد محمد جلیل کریمي او ډاکټر محمد اسحاق مهدوي په خبرو سره یې دوام وکړ. استاد فهیمي په خپلو خبرو کې د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بحث موضوع ته اشاره وکړه او د کارآفرینۍ په اهمیت او اړتیا یې ټینګار وکړ، د کارآفرینانو ځانګړتیاوې یې وڅېړلې او زیاته یې کړه چې کارآفریني او کارآفرین شخص د بېکارۍ په کمولو، د سیالۍ په زیاتولو، نوښت، ټولنیزې او اقتصادي پراختیا، د کورنیو د عاید په زیاتولو او د ناخالصو داخلي تولیداتو په زیاتولو کې کلیدي او حیاتي رول لري او دا فعالیتونه په ټولنه کې اقتصادي تحرک، د خلکو د ژوند کیفیت لوړول او د نویو فرصتونو رامینځته کول سبب کیږي.
استاد فرزان هم په خپلو خبرو کې کارآفریني یو بنسټیز او کلیدي کار او د فرهنګي او ټولنیزو بحرانونو په وړاندې یو ستراتیژیک ضرورت وباله او څرګنده یې کړه چې پراختیا ته رسېدل او د نن ورځې ځوانانو بدلېدونکو اړتیاوو ته ځواب ویل هم د کارآفرینۍ له لارې ممکن دي. هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې یادونه وکړه چې د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې د کارآفرینۍ کمپ د محصلانو او د دې غونډې د ګډونوالو د نوښتګرو او خلاقو طرحو هرکلی کوي او ژمنه یې وکړه چې د یوې طرحې د ګټلو په صورت کې به د کارآفرینۍ کمپ د طرحې مجري ته له ۵۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانیو پورې مادي مرسته وکړي.
پوهاند استاد احسان الله اکرم زوی د دې غونډې بل ویناوال و، هغه په تحقیق او څېړنه تمرکز وکړ او په هېواد کې یې د ټولو ټولنیزو ستونزو د حل لاره په دوامداره څېړنه او تحقیق او د هغې د زیربناوو په رامینځته کولو کې وبلله او زیاته یې کړه چې له دې لارې کولای شو نوښتګرې نظریې په حقیقي او عملي کار بدلې کړو.
ښاغلي بهشتي، د دې سیمینار څلورم ویناوال، د کارآفرینو د روزنې موضوع وڅېړله او یادونه یې وکړه چې په ټولنه کې د کارآفرینو د روزنې لپاره باید افراد لاندې اقداماتو ته پاملرنه وکړي: د مالي سرچینو ترلاسه کول، منظم شبکه جوړونه، دوامداره زده کړه، د خلکو اړتیاوو ته په پام سره د خدماتو یا محصولاتو وړاندې کول، ډله ایز کار او د نمونوي رهبري سټایل.
د دې غونډې بل ویناوال د اقتصاد پوهنځي علمي کادر او د پوهنتون اداري مالي مرستیال استاد محمد جلیل کریمي و؛ هغه د امارتیا سن او الن تورین په څېر مفکرینو د نظریاتو په استناد سره د “کارآفرینۍ کې د پراختیا غوښتونکي شخصیت رول” ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې پراختیا یوازې په لویو پالیسیو او اقتصادي ارقامو کې نه خلاصه کیږي، بلکې تر هرڅه دمخه د انسان له دننه او انفرادي شخصیت څخه پیل کیږي. د پوهنتون اداري مالي مرستیال د خپلو خبرو په دوام کې ځان باور، مقاومت، فرصت محوره لید، ټولنیز مسؤلیت منل او د دوامداره زده کړې روحیه د پراختیا غوښتونکي انسان د پنځو کلیدي ځانګړتیاوو په توګه یاد کړل او د سیمه ایزو تجربو څخه یې د عیني مثالونو په کارولو سره زیاته کړه چې کارآفریني کولی شي د نا امیدۍ او ټولنیز انفعال په وړاندې د یو ډول مدني مقاومت په توګه عمل وکړي. هغه د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ چې هر فرد، په خپل لید او شخصیت کې د بدلون په راوستلو سره، کولی شي په ټولنه کې د پراختیا یو څراغ وي.
دا سیمینار د ډاکټر محمد اسحاق مهدوي لخوا د وړاندې شویو موضوعاتو په لنډیز، د السو مؤسسې لخوا استادانو ته د کتابونو په وېش او ګډونوالو ته د تصدیق نامو په ورکولو سره پای ته ورسېد.