د خاتم النبیین (ص) پوهنتون، غزني څانګه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی، د خپل کلني عملیاتي پلان پلي کولو سره سم او د حقوق د محصلینو د حقوقي پوهې او عملي مهارتونو لوړول، د تمثیلي محکمې نهم د (د یوه متروکه حویلي د غصب دعوا) د موضوع سره د غزني ولایت د استیناف محکمې په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ (۹/۸/۱۴۰۳) نېټه د همدې محکمې د قضایي غونډو په تالار کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو په حضور کې جوړه شوه.
پروګرام د پوهنتون د عمومي اړیکو مدیر ښاغلی فطرت په اجرا او د حقوق د یو محصل له خوا ښاغلی سید اسلام فکوري له خوا د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځی استاد ښاغلی استاد عظیمي د قضایي نظام په اهمیت او عملي کار یې خبرې وکړې او ویې ویل: په یوه ټولنه کې عدالت د هغې ټولنې د روغتیا اندازه ده که قضایي سیستم روغ وي نو ویلای شو چې دا د ټولنې او هیواد عمومي وضعیت پایله کیدی شي تر څو له عدالت څخه خوند واخلو او له تبعيض، جبر، بې عدالتۍ او تيری څخه ټولنه لرې وساتو.
دا روزنیز کورس د لسو غونډو په جریان کې د 15/7/1403 څخه تر 9/8/1403 پورې د غزنی ولایت د تکړه حقوق پوه استاد سید تواب حسینی په مشرۍ ترسره شوه او د حقوق محصلینو په دې کورس کې په لاندې ډول رول ولوبول:
- قربان علي تواضعي: د قضايي غونډې رئيس
- عبدالحنان حقاني: د قضايي غونډې غړی
- سید محمد رضا رضوي: د قضايي غونډې غړی
- خیرالله تره کی: د قضایی غونډې مفتي
- نوروز علي عادلي: د مدعي باالوکاله، مدافع وکیل
- عبدالبصیر عمري: د مدعي علیه باالوکاله، مدافع وکیل
- مصطفی حکیمي، قربان امیري، حداد فیاض، خد داد محمدي او ضامن حسن محمدي، شاهدان
- احمد علي رستمي، زبیر زماني او خلیل الله حسنیار د جنایي ټیم غړي
- امان الله مهمند: د غونډه منشي
د يادونې وړ ده چې غونډه د استاد سيد تواب حسيني په خبرو او په پروګرام کې برخه اخیستونکو محصلینو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.