د شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد د میاشتې په لومړۍ نیټه د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د بشري علومو او طب د محصلینو د لومړي سمستر (پسرلي) وروستۍ ازموینې د دغه پوهنتون د مجمعې په تالار کې د الله تعالی د سپیڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون یو تن محصل قاري بشیر احمد آسف پیل کړ اوپه تعقیب کي د علمي- تدریسي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد داود مدثر خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د اداري- مالي مرستیال ښاغلي کریمي، د محصلانو چارو د معینیت له محترم مرستیال ښاغلي پویا، محترمو استادانو، قدرمنو همکارانو او ګرانو محصلینو له شتون څخه د مننې په ترڅ کې یې د ځینو تخنیکي برخورد په اړه خبرې وکړې. د ازموينې د طرزالعمل په اړه جوړښتي او طرزالعملي معلومات، د ازموينې د ورکولو او چمتووالي په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې لازم ټکي د ازموينې په غونډه کې حاضرو محصلينو ته ياد کړل شول.د ډاکټر مدقق له وینا وروسته د ازموینو د کمیټې رئیس ښاغلي عبدالهي د هغو موضوعاتو یادونه وکړه چې دوی یې غوښتل او وروسته د ازموینو د محترمو مدیرانو له خوا د محصلینو ترمنځ د ازموینو د پاڼو په ویشلو سره د ازمویني غونډه دوام مومي.