د۱۴۰۳ کال د منی متفرقه کانکور
ازموینه د سنبلې دمیاشتې په پنځمه نیټه د خاتم النبیین (ص) په پوهنتون کې واخیستل
شوه. دا ازموینه د طب، حقوق، سیاسي علومو او اقتصاد په برخو کې او د کانکور د ټولو
معیارونو سره سم ترسره شوه.
مراسم د قران عظیم الشان د څو مبارکو
آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د پوهنتون محترم رییس ډاکټر حبیبي د علومو
او زده کړو په ارزښت د ټینګار تر څنګ له داوطلبانو څخه وغوښتل چې د بریالیتوب
لپاره لا زیات کار وکړي.
د ازموينې پوښتنې د لوړو زده کړو
وزارت د څارنې بورډ تر جدي څارنې لاندې له قرنطين څخه خلاصې شوې او تر وروستۍ
منظورۍ وروسته نوماندانو ته وړاندې شوې.
د نوماندانو د مثبت غبرګون او د ازموينې
د ټولو پړاوونو د دقيقې څارنې له امله ويلای شو چې د ۱۴۰۳ خزاني متفرقه ازموينه په
پوره برياليتوب سره ترسره شوه. د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د داوطلبانو لپاره د
لنډې ناستې په جوړولو او د تعلیمي زیربناوو د لوړولو له لارې د راتلونکو ازموینو
کیفیت لا ښه کوي.