[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین (ص) د غزني څانګه او پکتیا پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د علمي ظرفیت د لوړولو، د پوهې او څیړنیزو تجربو د تبادلې، د ګډو علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو د جوړیدو او د ګډو څیړنیزو پروژو د ترسره کولو په موخه د سه شنبې په ورځ د 1403 تعلیمي کال د لیندی میاشت په 27 نیټه، تفاهم لیک لاسلیک شو.

په هغه غونډه کې چې د ياد تفاهم ليک د لاسليک په موخه په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې وه، د خاتم النبيين پوهنتون غزني څانګې علمي مرستيال ډاکټر ډاکټر غلام رضا کريمي د خصوصي او امارتي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ او هیله څرګنده کړه چې دا تفاهم لیک به په هیواد کې د ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي. د پکتيا پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکيم حمدي هم د ياد تفاهم لیک د احکامو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او دا يې د هېواد د علمي او فرهنګي ودې لپاره د دواړو پوهنتونونو د جدي هوډ نښه وګڼله.

د يادونې وړ ده، چې د دغه تفاهم ليک لاسليک د هېواد د علمي پرمختګ د موخو د تحقق په لاره کې يو ګام دى. دا پراخه همکاري به د دواړو پوهنتونونو محصلینو، استادانو او څیړونکو ته د یو بل د پوهې او تجربو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ځانګړي فرصتونه برابر کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *