د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون - غزني څانګې او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو - د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګه
[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۹مه نېټه، د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون غزني څانګې او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو. د دغه تفاهم‌لیک موخه د مخابراتي اسانتیاوو برابرول، د خدماتو او د شرکت د محصولاتو د خرڅلاو غرفې جوړول، او همداراز د CUG خدماتو او «مای‌منی» ډیجیټلي مالي سیستم له لارې استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته د خدماتو وړاندې کول دي. دغه همکاری یو مهم ګام دی چې د پوهنتون د داخلې اړیکو ښه والي، د پیسو الکترونیکي تادیاتو او د مالي او مخابراتي خدمتونو اسانتیا ته زمینه برابروي. د تفاهم‌لیک له مخې، افغان بیسیم شرکت به یوازې د مخابراتي خدماتو او غرفې فعالول نه کوي، بلکې تخنیکي او مالي ملاتړ، تخصصي روزنې او د پوهنتون دننه د الکترونیکي تادیاتو سیستم هم فعالوي. د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون به د کاري فضا په برابرولو، د کارکوونکو معرفي، او د بازار موندنې په برخه کې همکاري کوي تر څو د دې برنامه د بریا لپاره لازم شرایط برابر شي. دا تفاهم‌لیک د درې کلونو لپاره نافذ دی او د دواړو خواوو په موافقه سره غځېدلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *