[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د علمي او ښوونیز پرمختګ او د غزني ولایت د پراختیا په موخه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان په ۲۱ مه، د شنبې په ورځ، د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون (غزني څانګه) او د غزني ولایت پوهنې ریاست ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک پر بنسټ، چې د پوهنتون رئیس ډاکټر خادم حسین حبیبي او د پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني لخوا لاسلیک شو، د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون (غزني څانګه) به د مدرسو طالبانو، د قران کریم حافظانو، ښوونکو او د پوهنې ریاست کارمندانو ته د علومو انساني (اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو) په څانګو کې ځانګړی تخفیف ورکړي. همدارنګه به سیمینارونه، ښوونیز ورکشاپونه، تحصیلي مشورې او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په ګډه د استادانو او کارمندانو لپاره ترسره شي، او د تجربو په تبادله او په فرهنګي او ټولنیزو پراختیایي پروژو کې به ګډه همکاري وشي. ډاکټر حبیبي د هوکړه لیک له لاسلیک کولو مخکې په خپلو خبرو کې د ځوانانو د سواد او وړتیاوو د لوړولو لپاره د پوهنتون پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په علم او پوهې په برخه کې پانګونه به هېواد ته روښانه راتلونکی راوړي. الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني هم د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه د با استعداده ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابرول او ټولنې او هېواد ته د یوه پوه او ګټور نسل روزل اعلان کړل. دا هوکړه لیک، چې د غزني ولایت د ښوونیز او علمي پرمختګ او د زده کړو د مساوي فرصتونو د برابرولو لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، د پوهنتون د عمومي اړیکو مدیر بسم الله فطرت او د پوهنتون د اسلامي ثقافت دروسو د برخې مسوول مولوي سید عبدالصبور آغا قریشي په هڅو او زمینې برابرولو سره ترسره شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

keo xien poker gadgets and gear ban ca than tai slot 76812 no hu no hu 12884 tong quan ve baccarat top game the thao tai max88 west brom vs sheffield wednesday soi keo bong da 19h30 08 02 2025 suc manh san nha huong dan choi bai cat te moi nhat chuan king52 slot 75712 keo chap chau a sam86 8888 90136 bon68 club 8888 91403 kipclub poker 61420 bau cua doi thuong sunwin min turbo 32win soi keo 45693 kk vin km1888b 8888 23000 danh lo dan bai tan