[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د اهل بیت(ع) نړیوال پوهنتون د علمي ودې او د مسلمانو محصلینو او څیړونکو د علمي، تحقیقي او تخصصي اړتیاوو د برابرولو او د هغوی د ځواکمنولو او د اسلامی ثقافت او تمدن په پیژندلو کې د مرستې لپاره په ۱۳۸۳ کال کې د تکمیلي تحصیلات په کچه د یو عالي تعلیمي مرکز په توګه تاسیس شو او په ۱۳۹۰ کې په یوه جامع پوهنتون بدل شو.

دغه پوهنتون د ایران د اسلامي جمهوریت د علوم، څیړنې او ټیکنالوژي له وزارت څخه خپل جواز ترلاسه کړی او د دغه پوهنتون له خوا صادر شوی ټول اسناد د ایران د اسلامي جمهوریت د علوم، څیړنې او ټیکنالوژي د وزارت لخوا تصویب شوی دی. دا پوهنتون د ایران په پلازمینه تهران کې په ښکلي ځای کې موقعیت لري او دا په ایران کې یوازینی پوهنتون دی چې 90٪ زده کونکي یې نړیوال دي.

د اهل بیت (ع) نړیوال پوهنتون اوس مهال څلور پوهنځي (علوم او فنون، اسلامي مطالعات، حقوق او سیاسي علوم، ټولنیزو او سلوکي علوم)، دوه ډیپارټمنټ (د ژبو ډیپارټمنټ او د ښځو د مطالعاتو ډیپارټمنټ) او یو مرکز (د نړیوال نوښت مرکز یاس) لري. او د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه په 18 برخو کې زده کونکي مني.

دا پوهنتون د یونیسکو د پوهنتونونو د نړیوالې ټولنې او د اسلامي نړۍ د پوهنتونونو د اتحادیې غړیتوب هم لري او د زده کړو سربیره هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ختیځو مطالعاتو د استادانو او څیړونکو کوربه توب کوي.

همدارنګه، د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینه کې د خوښې فضا سره یو علمي چاپیریال، د محصلینو کلتوري او ملي تنوع، په ایران کې یوازینی پوهنتون له 90٪ نړیوال محصلین سره، په ایران کې لومړنی پوهنتون چې د پوهې، صنعت او سوداګرۍ د نښلولو په موخه د نړیوال نوښت مرکز لري، د 90 سلنې نړیوالو محصلینو د ګټې اخیستنې امکان چې د پوهنتون بورسونه ترلاسه کوي، د پوهنتون لخوا تصویب شوي څانګو او درجو کې د انګلیسي ژبې د زده کړې امکان پدې پوهنتون کې د زده کړې له ځانګړتیاوو او ګټو څخه دی.

په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اهل بیت(ع) نړیوال پوهنتون د فارسي ژبې غوښتونکو په شمول د وړ افغان محصلینو په شمول د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په درسونو کې د تحصیلي بورسونو او د تحصیلي فیس د ۱۴۰۳ تحصیلي کال په لومړی سمستر کښې نوم لیکنه کوی. د نوم لیکنې وروستۍ نیټه د غبرګولى ۱۵ ده.

تحصیلي څانګې:

لیسانس:

  • حقوق، د سوداګرۍ مدیریت، د معمارۍ انجنیري او کمپیوټر انجینري د معلوماتي ټکنالوجي په برخه کې؛

ماسټري:

  • ادیان او عرفان، د اسلام تاریخ، د اسلامي کلتور او تمدن تاریخ؛
  • فارسي ژبه او ادبيات، جرم پیژندنه او جزایي حقوق؛
  • خصوصي حقوق، نړیوالې اړیکې؛
  • د ټولنیزو اړیکو علوم، خلک پیژندنه؛
  • اقتصادي علوم د اسلامي اقتصاد په برخه، اسلامي کلام او فلسفه؛
  • د سوداګرۍ مدیریت د نړیوالې سوداګرۍ په برخه؛
  • د ښځو مطالعې په اسلام کې د ښځو د حقونو په برخه؛
  • میکاترونیک انجینري، ساختماني انجینري؛

دوکتورا:

  • جرم پیژندنه او جزایي حقوق، خصوصي حقوق؛
  • تصوف او اسلامي عرفان، اسلامي کلام او فلسفه؛

د داخلیدو عمومي شرایط:

  • د فزیکي او رواني روغتیا درلودل؛
  • د تحصیلي سند درلودل (CV او نور علمي، کلتوري، ټولنیز او سپورټي اسناد هم د بشپړ سکالرشپ په توګه د داخلې لپاره اغیزمن دي)؛
  • د ټولو درجو او څانګو لپاره لږترلږه د ۲۰ څخه ۱۲ یا له ۱۰۰ څخه ۷۰ اوسط/سلنه ولري؛
  • د لیسانس لپاره د ۳۲ کالو عمر، د ماسټري لپاره ۳۶ کلن او د دوکتورا لپاره ۴۰ کلن وي؛

 

 

یادونه:

د پوهنتون د بورسونو لپاره د غوښتن لیک ورکولو په صورت کې، یو څوک باید د لیسانس لپاره لږترلږه ۲۴ کلن وي، د ماسټرۍ لپاره ۲۸ کلن وي، او د دوکتورا لپاره ۳۳ کلن وي.
فیس:

د پوهنتون د زده کړې فیس په ډالرو کې اخیستل کیږي؛

دا پوهنتون درې ډوله داخله لري:

الف سکالرشپ: ښوونه، استوګنځی او خواړه د ټولو غوښتونکو لپاره وړیا دي.

ب سکالرشپ: د ټولو کورسونو د تدریس لګښت وړیا دی، او که زده کونکی لیلیه او خواړه وکاروي، لګست یې په هر سمستر کې 200 ډالره ده.

آزاد سکالرشپ: د دې ډول سکالرشپ ترلاسه کونکي باید د زده کړې، استوګنې او خواړو لپاره پیسې ورکړي:

  • لیسانس: ۱۰۰ ډالر د زده کړې لپاره + ۲۰۰ ډالر د استوګنې او خواړو لپاره
  • ماسټري: ۲۰۰ ډالر د زده کړې لپاره + ۲۰۰ ډالر د استوګنې او خواړو لپاره
  • دوکتورا: ۳۰۰ ډالر د زده کړې لپاره + ۲۰۰ ډالر د استوګنې او خواړو لپاره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *