[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د ۱۴۰۳ کال د محصلینو د فوټسال سیالۍ د همپالنې او یووالي ټورنمنټ تر عنوان لاندې چې څه موده وړاندې د خاتم النبیین پوهنتون غزني څانګې لخوا د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شو د سه شنبې په ورځ د ۲۲/۲/۱۴۰۳ نیټه په افتخار سپورټي تالار کی پای ته ورسید. په دې لوبه کې د خاتم اتلانو لوبډلې د 4-0 په مقابل کې د نوي عصر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او د عصر حدید لوبډلې د دویمې درجې مقام خپل کړ.

د پای لوبې له پای ته رسیدو وروسته د محصلینو د فوټسال ټورنمنټ د پوهنتون د مسلکي ودې آمر او د فوټسال ټورنمنټ اجرائیوي کمیټې مشر ښاغلي ډاکټر مهدوي خبرې وکړې او په دې غونډه کې چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیونو رئیسانو د پوهنتون استادانو او کارکونکو او د فوټسال یو زیات شمیر مینه والو،  هم ګډون درلود، د پوهنتون د رئیس ښاغلي حبیبي، فرهنګي آمر ښاغلي بسم الله مهدوي او د محصلینو د فوټسال د تنظیم کمیټې ښاغلي زکریا محمدي او ډاکټر سيد علي شريفي په هر اړخیز ملاتړ مننه او قدرداني وکړه. ډاکټر مهدوي د خبرو په بله برخه کې د پوهنتون د منتخب ټیم د غړو نومونه چې د دې ټورنمنټ له غوره لوبغاړو څخه غوره شوي په لاندې ډول اعلان کړل: سید احمد شعیب قطب زاده، محمد علي حیدري، وارث احمد نقشبندي، علی سینا، شهاب، فرید، محمد غلامي، جاوید طاهري، سیرت، علیرضا حیدري او محمد الله.

د پوهنتون مسلکي ودې د محترم مشر له وینا وروسته د پای پروګرام دویمه برخه پیل شوه، د دغه ټورنمنټ ګټونکي او اتلان وهڅول شول او د پوهنتون د ریاست مقام، مرستیالانو او استادانو له خوا دوی ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې د دې پړاو لوبې وروستۍ پايلې په لاندې ډول دي:

  • اتل، د معالجوي طب پوهنځي څخه د خاتم د اتلانو ټیم؛
  • مرستیال اتل، د معالجوي طب پوهنځي څخه د نوي عصر ټیم ؛
  • دریم مقام، د خاتم النبیین روغتیايي علومو انستیتیوت څخه د نرسنګ یووالی ټیم؛
  • غوره لوبغاړی، ښاغلی محمد علي حیدري د خاتم اتلانو لوبډلې څخه؛
  • غوره ګول کیپر، سید شعیب قطب زاده د خاتم اتلانو لوبډلې څخه؛
  • غوره گول وهونکی، ښاغلی جاوید طاهري د  نوي عصر لوبډلې څخه؛
  • د اخلاق اتل، د خاتم څپې ټیم؛
  • غوره ریفري ښاغلی اجمل.
 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *