[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

دغه تفاهم لیک چې د محصلانو د حقوقي پوهې د کچې د لوړولو او د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د کلني عملیاتي پلان د پلي کولو په موخه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلی استاد معرفت او د حسیني د حقوقي دفتر مسوول الحاج سید تواب حسیني تر منځ د پوهنتون د علمی مرستیال ښاغلي ډاکټر کریمي او د حقوق دیپارتمنت آمریت ښاغلی دکتر شایانفر په حضور کې لاسلیک شو.

ښاغلی استاد معرفت د دغه تفاهم لیک له لاسلیکولو مخکې په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو له پوهنځي سره د سادات حسیني دارالوکاله د دوامداره همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل چې د محصلینو روزنه د دغه تفاهم لیک له مخې ترسره کیږي او د هېواد حقوقي اړتیاوې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یو له مهمو مسایلو څخه دی او زیاته یې کړه، چې دغه پوهنتون له همدې اهمیت سره سم، ښه عملي ګامونه پورته کړي او د دغه پوهنتون محصلین یې په بېلابېلو حقوقي بنسټونو کې د زده کړو لپاره استولي دي. ورپسې ښاغلی سید تواب حسیني د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې د علمي او تحصیلي فعالیتونو او په ځانګړې توګه د حقوقو او سیاسي علومو د کورسونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه تفاهم لیک د محصلینو لپاره د عملي کار زمینه برابرولی شي.

 

د یادولو وړ ده چې د دغه تفاهم لیک لاسلیک د شنبې په ورځ د ۱۹/۳/۱۴۰۳ نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني د څانګې د محترم علمي مرستیال په دفتر کې ترسره شو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

vicwin no hu 30838 kubet poker 44387 no hu doi thuong hitclub keeng vip cach bat tong dac biet rong ho max88 qh88 slot 79237 nam mo thay co bau nap tien tk88 soi keo 9982 ban ca go doi thuong i999 soi keo 41632 danh de online la gi b88 8888 77671 no hu la gi no hu 64159 ban ca guide to poker outs cach tinh lo theo ngay hitclub cach danh lo ngay nao cung trung kinh nghiem danh phom ta la vi88 slot 94796