د خاتم النبیین(ص) پوهنتون غزني څانګه په وياړ سره په نړیوال ژورنال International Journal of Multicultural and Multireligious Understanding (IJMMU) کې د اقتصاد پوهنځي د استاد او علمي کادر، جناب ډاکټر محمد اسحاق مهدوي ارزښتناکه مقاله چې عنوان يې دی “ Examining the Impact of the stock market on investment and economic growth in Germany” منل کېدل مبارکوي.
بې له شکه، د دې علمي اثر رامنځته کول او د یو معتبر نړیوال ژورنال لخوا يې منل، د مالي مسائلو او د جرمني د پانګې بازار په شنلو کې د نوموړي د څېړنيزو وړتياوو څرګندونه کوي او د خاتم النبیین(ص) پوهنتون غزني څانګې او د هېواد علمي ټولنې لپاره د وياړ ځای دی. دا د اصيلو او عملي څېړنو او د وړ استادانو په جذبولو کې د دې پوهنتون ژمنتيا منعکس کوي.
یاد شوی پوهنتون د ډاکټر مهدوي لپاره د لا زیاتو برياليتوبونو، روغتيا او علمي ځلښت د دوام په هیله، اميد لري چې دا برياليتوب د نوموړي لخوا د لا سترو او اغېزناکو علمي لاسته راوړنو لپاره پیلامه شي.