[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د پوهنیزو، تعلیمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او له شته ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې په موخه، خاتم‌النببین(ص) پوهنتون او د وردګو پوهنتون د ۱۴۰۴/۶/۲۵ نېټې یو ګډ همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه مراسم د وردګو پوهنتون په مرکزي دفتر کې ترسره شول. د خاتم‌النببین(ص) پوهنتون پلاوي د پوهنتون د رئیس ډاکټر خادم حسین حبیبي په مشرۍ، او د مولوي سید عبدالصبور قریشي (د اسلامي ثقافت د درسونو مسوول)، مولوي ذبیح‌الله سعید (د دعوت او ارشاد آمر) او ښاغلي بسم‌الله فطرت (د عامه اړیکو او نړیوالو چارو مدیر) په ګډون په دې غونډه کې برخه واخیسته. له بلې خوا، د وردګو پوهنتون رئیس الحاج شیخ صفت‌الله حقاني له خپلو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو سره یو ځای د مېلمه پلاوي هرکلی وکړ. د غونډې په ترڅ کې، د دواړو پوهنتونونو رئیسانو د هوکړه لیک د مادو پر اغېزمن تطبیق ټینګار وکړ او هغه یې د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د پوهنیزو او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بستر وګاڼه. د وردګو پوهنتون رئیس دا کار د لوړو زده‌کړو وزارت د لارښوونو سره سم، چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي او همکارۍ پر بنسټ دي، ارزونه وکړه. د هوکړه لیک موخې او مادې دا هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تعلیمي، څېړنیزو او فرهنګي همکاریو د پراختیا پر محور لاسلیک شو او په مهمو ژمنو کې یې لاندې ټکي شامل دي:
  • د ګډو علمي سمینارونو او کنفرانسونو جوړول؛
  • د تعلیمي او څېړنیزو تجربو تبادله؛
  • د درسي کتابونو تالیف او تدوین؛
  • د استادانو او محصلینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول؛
  • د لوړو زده‌کړو د پایلیکونو او څېړنیزو طرحو تبادله؛
  • د لنډمهاله تخصصي کورسونو په جوړولو کې همکاري.
دغه هوکړه لیک د هېواد د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګولو په برخه کې یو اغېزمن ګام ګڼل کېدای شي. غونډه د مولوي سید عبدالصبور قریشي لخوا په خیر او عافیت غوښتلو سره پای ته ورسېده. د مراسمو په پای کې، د خاتم‌النببین(ص) پوهنتون پلاوي د وردګو پوهنتون له بېلابېلو برخو، اسانتیاوو او فضا څخه لیدنه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

dan de 36 so huong dan cach nap tien go88 guide to small blind west brom vs sheffield wednesday soi keo bong da 19h30 08 02 2025 suc manh san nha mach ban kinh nghiem lua chon game hay bai poker texas hold em no hu than quay game bai doi thuong slot 62995 luat choi lo de bao lo dewabet 8888 8983 choi co bac online slot game tra tien that ban ca vang no hu 89 the thao vin88 8888 81990 cach kiem tien tu baccarat dan de 60 so tai app hitclub v7bet poker 27295