[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د محصلینو تر منځ د وحی او قرآني پوهې د خپرولو او د روژې مبارکې میاشتې د لمانځلو په موخه، چې د اسلامي او ملي مناسبتونو څخه یو له لویو څخه دی، د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په ۲۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د ابو ریحان په تالار کې د “قرآن کریم په حضور کې” علمي-فرهنګي ناسته ترسره شوه.

 

دا ناسته چې د توحید علمي مدرسې، د عالیه صدیقیه جلالیه مدرسې، تمدن، غزنویان او سعادت رسنیو په همکارۍ ،په دوو برخو کې ترسره شوه. د پروګرام لومړۍ برخه د قرآن کریم ختم وه چې د پروګرام ګډونوالو لخوا ترسره شوه او وروسته د پوهنتون د محصل ښاغلی قاري پیمان احمدي لخوا د قرآن کریم آیات تلاوت شول. د پروګرام دویمه برخه علمي میز ګرد وه چې په کې د توحید مدرسې مسؤل الحاج استاد اصغري، د عالیه صدیقیه جلالیه مدرسه مسؤل الحاج مولوي محمد بدرالدین شهیدخیل، د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې د اقتصاد پوهنځي استاد ډاکټر محمد تقي هاشمي د پروګرام د مجري او دبیر ښاغلي بسم الله فطرت لخوا د قرآن کریم په رڼا کې د روژې میاشتې د مقام او لارښوونو په اړه، د انسانانو په فردي او ټولنیز اخلاقو د قرآن کریم اغیزې او په ورځني ژوند کې د هغه کارول، د قرآني لارښوونو په رڼا کې په ټولنه کې د روژې او جرمونو د کمښت ترمنځ اړیکه، د عدالت په ټینګښت کې د حکومت رول او د قرآن کریم له نظره د عدالت پلي کول، په ټولنه کې د عدالت د تحقق اصول او د روژې په میاشت کې د برکت مفهوم ته ځوابونه ورکړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

blackjack poker 86904 how to defend your big blind vip52fun soi keo 15844 max88 slot 46928 fulham vs manchester united soi keo bong da 02h00 27 01 2025 man united van gap kho khan king fun k86club soi keo 50596 soi keo liverpool nhatvip tai xiu 9381 vuabai9 tai xiu 64055 choang club bi quyet tam khoi phuc phong do tai euro 2024 truoc romania vn666 soi keo 76422 keo tai xiu the phat cach bat keo the phat bong da how to build your poker bankroll cong game go88 co gi dac biet no hu biet doi my nu crystal palace vs brentford soi keo bong da 21h00 26 01 2025 doi thu vua suc hon game bai fc88 cac sanh game sieu hot tai nha cai tk813