یکشنبه 6 قوس 1401 برابر با Sunday, 27 November , 2022

د استادانو د ظرفيت لوړولو په موخه د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ لمريز کال د غبرګولي په ۲۳مه د غزني د خاتم النبيين پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د کيفيت د تضمين کمېټې له خوا د SPSS سافټویر په مرسته د ځان ارزونې په اړه ورکشاپ جوړ شو. په دغه ورکشاپ کې چې د پوهنتون محترم رئیس دکتر حبیبی په حضور کې جوړ شو، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلی دکتر کریمی ، د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي فهیمي ګډون کړی وو. او د پوهنتون محترمو استادانو، د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد پویا د SPSS سافټویر د معرفي کولو په ترڅ کې د استادانو او محصلینو لپاره د ځان ارزونې طریقه وړاندې کړه. په دې پریزنټشن کې، د ځان د ارزونې د تحلیل پروسې د مفصل وضاحت سربیره، استاد پویا د بشپړ شوي ارزونې فورمه په عملي او بشپړ ډول تشریح کړه.
د غونډې په پای کې ښاغلی استا حبیبي د استادانو له شتون څخه د مننې په ترڅ کې د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د استادانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګټور او فایده مند وبلل او د نن ورځې د شرایطو او غوښتنو سره سم یې پرمخ وړل اړین وګڼل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *