[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین(ص) پوهنتون، غزني څانګه د “میګرن سردردي Migraine Headache” په اړه د محصلانو علمی سیمینار جوړ شو
د معالجوي طب پوهنځي په نوښت، د څیړنې فرعي کمیټې او د معالجوي طب پوهنځي د محصلینو په همکارۍ د محصلینو علمي سیمینار “میګرن سردردي Migraine Headache” د شنبې په ورځ۲۹/۲/۱۴۰۳ د خاتم النبیین پوهنتون د ابوریحان د غونډو په تالار کې د سهار ۹ بجې ترسره شو.
دغه سیمینار چې د محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو، د دغه پوهنځی د دریم سمستر محصل ښاغلی مسلم رسولي له خوا د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت او د طب پوهنځی رییس ښاغلی ډاکټر حمیدالله مهدي زاده په وینا پیل شو. داکتر مهدي زاده د سیمینار په دوام کې د څیړنې او پریزنټشن په برخه کې د زده کونکو د ونډې اهمیت په اړه خبرې وکړې. په دغو خبرو کې ډاکتر مهدي زاده د محصلانو د علمي سيمينار د څيړنې او پريزنټېشن وړاندې کول د تحصیلي دورې يوه له تعليمي اړتيا او د څيړنې په برخه کې د محصلينو د پرمختګ يو مهم عامل وباله او زياته يې کړه چې طب پوهنځی د خاتم النبیین (ص) پوهنتون، علمي او اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د محصلینو لپاره د څیړنیزو فعالیتونو د زمینې برابرولو په برخه کې اوږد ګامونه پورته کړي.
ورپسې د طب پوهنځی د پنځم سمستر محصل ښاغلي سميع الله رامکي د سر درد په لومړنيو موضوعاتو او د هغې پر ډولونو خبرې وکړې، ورپسې د ياد پوهنځي د پنځم سمستر بل محصل حبيب الرحمن فقيري د میګرین، د میګرین سر درد، د میګرین درد وصف، د میګرین حملې مرحلې، په ورستیو کلونو په غزني ولایت کې د میګرین په اړه څیړنې، د میګرین لاملونه، د میګرین ډولونه، د میګرین تشخیص او درملنې میتودونه په اړه بحث وکړه او په پای کې د محصلینو پوښتنې ته ځواب وکړل شو.

      

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

sonclub poker 16914 choi game kiem tien dan de 60 so mien bac ri8club tai xiu 56559 chan thien y vip52 fun giai ma giac mo thay ca lam nao de thang ca do bong da lo de ban ca h5 8888 50548 logwin club danh de theo con vat debet no hu 92659 tk88f slot 59831 vuabai88 poker 15679 mi88 poker 81884 cach tinh tien lo de hitclub onbet 8888 11610 de ra 23 hom sau danh con gi chia se kinh nghiem choi bau cua tom ca an tien tai app b52club