سه‌شنبه 28 حمل 1403 برابر با Tuesday, 16 April , 2024

دغه مراسم د خاتم النبیین پوهنتون د غزني د څانګې له خوا د حضرت آیت الله اعظمي محسني د آثارو د تنظیم، ساتنې او خپرولو د موسسی په همکاری د افغانستان د استاد د مړینې د دریمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو. د افغانستان د ټولنې د بېلابېلو طبقو، روحانیونو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او قومي مخورو هم په کې ګډون درلود. د غونډې ویناوال د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې په استازیتوب ښاغلي ډاکټر محمد رحیم اصغري، د غزني پوهنتون رئیس پوهاند احسان الله حسن زوی او د حج اوقافو ریس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی مدنی، ښاغلی توسلی او د غزنی ولایت د شیعه علماوو شورا رییس الحاج ښاغلی اصغری اومحترم ډاکټر صاحب میا نظامی، هر یوه د شیخ ایت الله عظمی په فرهنګی، سیاسی دریځ او د علماوو په رول کی ویناوی وکړی . ويناوالو په متفقه توګه د اسلامي مذهبونو د تقويې په لاره کښې د آيت الله اعظمي محسني (رح) هلې ځلې، د قومونو ترمېنځ د متقابل قبوليت د روحيې د پياوړتيا، علمي او کلتوري خدمتونه، د مدرسو د سترو علمي بنسټونو جوړول او د خاتم النبیین پوهنتون زموږ د ننني نسل لپاره، تل پاتې دی. او باید د دغه ستر عالم د افکارو د ودې لپاره هڅه وکړي او د حکومت چارواکي هم باید د حکومت او اسلامي حکومت په اړه د حضرت آیت الله اعظمي محسني د علماوو وړاندیزونه په پام کې ونیسي. دا مراسم د دکتر سید لیاقت علي موسوي په وینا او د قاري بشیر احمد آسف په وینا سره دوام وموند او د شیخ الحدیث مولوي عبدالصبور قریشي په دعا پای ته ورسید.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *