یکشنبه 2 ثور 1403 برابر با Sunday, 21 April , 2024

د خاتم النبیین پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د غزني څانګې له لوري د طب محصلینو ته د څېړنیزو میتودونو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. دغه ښوونیز کارګاه د معالجوی طب پوهنځي د څیړنیز کمیټې له خوا د ۱۴۰۱/۳/۱۰ نیټې څخه پیل او تر ۱۲/۳/۱۴۰۱ پورې یې دوام وکړچې د محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو.

د دغه درې ورځني ورکشاپ په پای کې  د دغه ورکشاف منظمو محصلینو ته د پوهنتون د محترم ریس او مسولینو او د معالجوي طب پوهنځي د مسوولینو له خوا د «څیړنیز میتودولوژي په ورکشاپ کې د ګډون» سندونه ورکړل شو.

د پوهنتون محترم ریس دکترحبیبي د سندونو د ویش په مراسمو کې د ورکشاپ د تنظیم کوونکو څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د څیړنې هڅې د معاصرې نړۍ له مهمو ځانګړنو څخه وبللې او ویې ویل: د خاتم النبین پوهنتون د غزني څانګه د هیواد د یو مشهور علمي مرکز په توګه هڅه کوي چې د محصلینو او استادانو لپاره د ګټورو ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره د څیړنیزو فعالیتونو لپاره ښه پلیټ فارم برابر کړي.

د معالجوي طب پوهنځي استاد او د دغه ښوونیز کار تنظیم کوونکی محمد اسماعیل احمد یار د دغه پروګرام د اهمیت په اړه له فرهنګي او اړیکو آمریت سره په خبرو کې وویل:

د پراختیا او نه پراختیا مسله یو له هغو مفکورو څخه دی چې په شلمه پیړۍ کې د نړۍ علمی ادبیاتو  ته داخل شو او د مختلفو هیوادونو پام یې ځانته را اړولی دی. د دې لپاره د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو بېلابېل پلانونه تر لاس لاندې نيولي او پلي کړي دي. خو دې هدف ته رسیدل  څیړنې او تحقیق ته د ارزښت نه ورکولو په صورت کي ناشوني دي. په دې ډول چې نن ورځ څېړنه د پرمختګ او پراختیا انجن او د بنسټ ډبره بلل کېږی په همدې اساس د لیکنې بحث ته پاملرنه او د تحقیق له اصولی او معیاری میتودونو سره دمحصلینو اشنایی چې د خاتم النبیین پوهنتون د غزنی څانګې له اصلي اواساسی تګلارې څخه  دي په همدې موخه دغه علمي مرکز بېلابېلې نظري او علمي غونډې او د څېړنيز ميتود ورکشاپونه په لاره اچوي…. د زده کوونکو د پوهې او ليکلو مهارتونه لوړوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *