There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
نن ورځ د پوهنتونونو ترمنځ علمي تفاهملیکونه یوازې یو اداري تړون نه، بلکې د کلتوري اړیکو او علمي همغږۍ یوه نښه ده. دا ډول همکارۍ د استادانو او محصلینو د تبادلې، ګډو څېړنو او د علمي تجربو د لېږد لپاره زمینه برابروي، چې د پوهې او علم په پرمختګ او پایښت لرونکي پراختیا کې بنسټیز رول لوبوي. پر همدې اساس، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون او زعیم استانبول پوهنتون ترمنځ تفاهملیک لاسلیک شو، چې دا د علمي همکاریو د ژورولو او د پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک ګام بلل کېږي. د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د همکارانو له هڅو څخه د خوښۍ او مننې په څرګندولو سره هیله لري، چې دا ګام به د دوو وروڼو ملتونو او په ځانګړي توګه د یادو دوو علمي بنسټونو ترمنځ د فکري او پوهنیزو اړیکو لپاره فرصت او زمینه برابره کړي، څو د بشري پوهې او معرفت د پراختیا لپاره له بېلابېلو علمي تجربو څخه ګټه واخیستل شي.