د ۱۴۰۴/۰۵/۱۶ نېټې د پنجشنبې په ورځ، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي (د غزني څانګه) او د نور خاتم النبیین (ص) روغتون په نوښت او هڅو، د پوهنځي په لابي کې د وړیا روغتیايي خدمتونو کمپ ترسره شو.
دا کمپ چې د هېواد د اکادمیسن، حضرت آیت الله العظمی محسني (رح) د شپږم تلین سره هم مهاله او ټولنې ته د وړیا روغتیايي خدمتونو د لا زیات لاسرسي په موخه جوړ شوی و، لاندې معاینات او ازموینې یې وړاندې کړې:
- د هیپاټایټ B لپاره د HBS معاینه
- د هیپاټایټ C لپاره د HCV معاینه
- د HIV (ایډز) معاینه
- د ایچ پایلوري (Helicobacter pylori) معاینه
- د شکرې معاینه
- د وینې د غوړو معاینه
- د وینې د ګروپ معلومول
دا خدمتونه د ټولنې مختلفو برخو لکه عالمانو، طالبانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو، مجاهدینو، مشرانو او سپین ږیرو او نورو ګډونوالو ته چې د مرحوم په شپږم تلین کې یې برخه اخیستې وه، وړاندې شول.
د خاتم النبیین (ص) پوهنتون (د غزني څانګه) له ریاست، د نور خاتم النبیین (ص) روغتون له مدیریت، طبي کارکوونکو او ټولو هغو کسانو څخه چې د دې کمپ په ترسره کولو کې یې ونډه اخیستې وه، په صمیمانه توګه مننه کوو.