[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د پوهنتون د نږدې نیمې پېړۍ علمي، فرهنګي، سیاسي، رسنیزو او ټولنیزو خدمتونو او فعالیتونو څخه د ستاینې او د پوهنتون د دې نوي فقیه، اعتدالپال، لوی مجاهد او د افغانستان د ښوونکي د شپږم تلین په مناسبت، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د دعوت، فرهنګ او اسلامي ارشاد آمریت او د پوهنځیو د فرهنګي کمیټو په همکارۍ، د «حضرت آیت الله العظمی محسنی (رح) په اند اسلامی یووالی» تر عنوان لاندې یوه علمي-فرهنګي غونډه د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۱۶مه د پنجشنبې په ورځ، د ابو ریحان په ټولنیز تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ټولنې پراخو قشرونو، لکه د حضرت آیت الله العظمی محقق دفتر استازو، د علماوو د شورا غړو، د جوماتونو ملا امامانو، طالبانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، مجاهدینو، ښوونکو او د لیسو مدیرانو، مشرانو، سپین ږیرو او د غزني ښار نورو شیعه او سني مؤمنو قشرونو ګډون درلود او په دریو برخو کې ترسره شوه.

لومړۍ برخه: د قرآن کریم تلاوت او ختم

په دې برخه کې د پروګرام ګډونوالو د قرآن کریم سورتونه تلاوت کړل او ثواب یې د حضرت آیت الله العظمی محسني (رح) روح ته ډالۍ کړ.

دوهمه برخه: ویناګانې او علمي-فرهنګي کلیپونه

دا برخه د علماوو د شورا د محترم مرستیال عتیق الله محمدي لخوا د قرآن مجید په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د آیت الله العظمی محسني د اندونو او اقداماتو په اړه د «له فقهې څخه تر تمدن» تر عنوان لاندې یو کلیپ خپور شو. له هغه وروسته، د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې رئیس ډاکټر خادم حسین حبیبي وینا وکړه، د افغانستان د علماوو د شورا د غړي او د ولسي جرګې پخواني استازي حجت الاسلام غفاري خبرې خپرې شوې، د فاطمة الزهرا (س) دیني مدرسې رئیس حجت الاسلام الیاسي وینا وکړه او د اسلامي اخوت شورا د غړي مولوي صاحب ډاکټر ابراهیمي د خبرو کلیپ خپور شو.

ډاکټر حبیبي په خپلو خبرو کې د آیت الله محسني د شپږم تلین په مناسبت تسلیت وویل او په دې غونډه کې یې له میلمنو څخه مننه وکړه. وروسته یې پوښتنه وکړه چې ولې د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم د آیت الله العظمی محسني تلین لمانځو؟ هغه زیاته کړه چې:

۱- د لویو خدمتګارانو او عالمانو لمانځنه په ټولو الهي دینونو او په ځانګړې توګه په اسلام کې یو ښه کار دی او بې له شکه آیت الله العظمی محسني د افغانستان او اسلامي نړۍ یو له سترو عالمانو او خدمتګارانو څخه و؛ په داسې ډول چې هغه د نړۍ د مسلمانانو لپاره د یو جامع فکري او سلوکي نمونې په توګه مطرح دی.

۲- د هېواد د خپلواکۍ لپاره د جهاد او له شوروي اشغالګرانو سره د مبارزې په ډګر کې د هغه مخکښتوب.

۳- د اسلامي امت، په ځانګړې توګه د افغانستان د اسلامي ټولنې ترمنځ د اسلامي اخوت د رامنځته کولو لپاره د حضرت آیت الله هڅې؛ له دې اړخه هغه په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د اسلامي اخوت له لویو منادیانو او بیرغوالو څخه و او اسلامي یووالی او پیوستون یې له ټولو واجباتو څخه واجب بلل.

۴- په هېواد کې د ښځو د سیاسي او ټولنیز موقف د لوړولو او په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د هغوی د ګډون لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د هغه مبارزه.

ښاغلي غفاري هم چې خبرې یې د LCD سیسټمونو له لارې خپرې شوې، د آیت الله العظمی محسني تر ټولو مهم علمي، فرهنګي او رسنیز اقدامات او خدمتونه یې وڅېړل، پر نړیوال بشري حقونو اعالمیه یې د هغه نیوکه تشرېح کړه او د دې اعالمیې د بیا لیکلو او د نوي تمدن د جوړولو په اړه یې د حضرت آیت الله طرحه بیا انځور کړه.

استاد الیاسي د دې علمي-فرهنګي غونډې د دویم ویناوال په توګه، د آیت الله العظمی محسني د شپږم تلین په مناسبت د تسلیت ویلو ترڅنګ، د آیت الله العظمی محسني په اند د ښځو سیاسي او ټولنیز مقام په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه په اسلامي استناد ټینګار کوي چې اسلام د ښځو سیاسي او ټولنیز ګډون تایید کړی او په کور کې د ښځو بندول او له زده کړو څخه یې منع کول جواز نلري. ښځې کولای شي د حجاب او اسلامي آدابو په مراعاتولو سره په ټاکنو، پارلمان او ټولنیزو مسایلو کې ګډون وکړي.

مولوي صاحب ډاکټر عبدالقادر ابراهیمي چې خبرې یې د LCD سیسټمونو له لارې خپرې شوې، د آیت الله العظمی محسني د شخصیت په اړه یې خبرې وکړې او هغه یې د افغانستان یو له بې ساري علمي شخصیتونو څخه یاد کړ چې د همزیستۍ، متقابل منلو او ورورګلوۍ لپاره یې هڅې وکړې. هغه هم په داسې شرایطو کې چې دښمنانو هڅه کوله د مذهب د توپیر په پلمه پر ټولنه ژور زیان ورسوي؛ خو آیت الله محسني د ډېرو علمي اثارو په لیکلو، د اخوت شورا په جوړولو او د ډېرو سیمینارونو په جوړولو سره د دې کار په وړاندې ودرېد.

دریمه برخه: علمي میزګرد

په وروستۍ برخه کې د مخکښو استادانو او علماوو په شتون کې یو علمي میزګرد جوړ شو. د دې برخې مدیریت د پروګرام د اجرا کوونکي او منشي ښاغلي استاد بسم الله فطرت پر غاړه و. د خبرو اترو محورونه په لاندې ډول وو:

د توحید دیني مدرسې رئیس استاد اصغري د معجم الاحادیث المعتبرة کتاب د خپرولو د اړتیا په ځواب کې، دا کتاب د حدیثو په پوهه کې یو شاهکار وباله او وویل چې د دې کتاب اړتیا او اهمیت هغه وخت په سمه توګه درک کیږي چې موږ په اسلامي تمدن او د اسلام او قرآن په پوهه کې د حدیث مقام په سمه توګه درک کړو او دویم دا چې د اسلام په تاریخ کې د حدیثونو له حالت او تدوین سره آشنا واوسو. استاد اصغري په دوام کې زیاته کړه، په داسې حال کې چې موږ په حدیثي مجموعو کې له ۴۰۰ زرو څخه ډېرو حدیثونو او نږدې ۱۵ زرو راویانو سره مخ یو، د دې موضوع علمي څېړنه یوه جدي اړتیا ده او البته تخصص، دقت، هوښیارتیا او ډېر وخت ته اړتیا لري چې مرحوم آیت الله العظمی محسني په ښکلي ډول ورته پام کړی او په دې کار بریالی شوی دی؛ هغه هم له لسو کلونو ډېر وخت په مصرف رسولو سره. هغه د خپل تخصصي علم په مټ، د حدیثونو او راویانو مجموعه یې پاکه کړې او له ۱۲ زرو څخه کم حدیثونه یې راټول کړي دي.

مولوي صاحب سعادت خان هم دې پوښتنې ته په ځواب کې چې: د آیت الله محسني له نظره د اسلامي مذهبونو ترمنځ یووالی او تقریب څنګه تبیین شوی دی؟ د هغه له نظره یې اړتیاوې، خنډونه او حل لارې په نښه کړې او د «واعتصموا بحبل الله ولا تفرّقوا» مبارک آیت ته په تکیه یې اسلامي یووالی او همغږي یو اصل او یوه فریضه وبلله او په ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې په ټولنه کې علمي اختلافونه نه یوازې د ملامتۍ وړ ندي، بلکې د پرمختګ او بشپړتیا لامل کیږي او مذهبي اختلافونه هم له همدې جملې څخه دي.

د دې غونډې درېیم کارپوه د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې علمي مرستیال ډاکټر کریمي و. هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې: دې ته په پام سره چې ازادي د انسان یو له لومړنیو او طبیعي حقونو څخه ده، دا موضوع د آیت الله محسني په اند څنګه تبیین شوې ده؟ هغه وویل:

لومړی، ازادي د بشري حقونو یوه بنسټیزه او طبیعي مسله ده او په ټولنو کې د پرمختګ او ودې لپاره برجسته رول لري چې د استعدادونو، خلاقیتونو، له ځان او نورو څخه د پوهېدو، د روحي کمال او بشپړتیا لامل کیږي. دویم، د دې اهمیت پر بنسټ آیت الله العظمی محسني دې بحث ته داخل شوی او په پراخه کچه یې په خپل کتاب «تصویری از حکومت اسلامی» کې پرې بحث کړی دی. هغه په دوام کې د وخت د کموالي له امله، یوازې د ازادۍ ډولونه لکه؛ ۱- تکویني ازادي، ۲- عرفاني ازادي، ۳- اخلاقي ازادي او ۴- سیاسي ازادي په نښه کړې او په تشرېح یې یې پیل وکړ.

د خاتم النبیین پوهنتون د غزني څانګې د اسلامي ثقافت د درسونو مسوول مولوي صاحب قریشي، د دې میزګرد د بل کارپوه په توګه، مطرح شوې پوښتنې ته په ځواب کې، د آیت الله محسني له نظره د اسلامي امت ترمنځ د تفرقې د عواملو څېړنه وکړه او هغه یې په دریو ډولونو (قومي، سیاسي او مذهبي) کې بحث کړل او زیاته یې کړه چې د آیت الله العظمی محسني له نظره مذهبي توپیرونه اساسي او ستونزمن ندي، بلکې یوه علمي او اجتهادي مسله ده. ستونزه هغه وخت رامنځته کیږي چې دا توپیرونه د تعصب او کرکې لامل شي. په داسې حال کې چې مذهب د اسلام په فهم او پوهولو کې وسیله ده او اړتیا ده چې موږ مسلمانان فرامذهبي او اسلامي فکر وکړو. مولوي قریشي د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د آیت الله العظمی محسني دا څرګندونې باید زموږ لپاره د لارې مشعل وي او موږ باید هڅه وکړو چې پر ایمان، علم او یووالي ولاړه ټولنه رامنځته کړو او نړیوالو مسایلو، لکه د فلسطین مسلې ته پام وکړو.

دا غونډه د باقرالعلوم (ع) دیني مدرسې د رئیس حجت الاسلام مبلغ په خیر دعا سره پای ته ورسېده.

دا غونډه د آیت الله العظمی محسني (رح) د علمي او وحدت‌پالونکي شخصیت او اند څخه د ستاینې یوه نښه وه؛ هغه عالم چې د نن او راتلونکي نسل لپاره یې د همغږۍ، همزیستۍ او اسلامي تمدن لوړ افقونه انځور کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ban ca bk8 soi keo man city game 18 new earth diem danh hang ngay soi keo liverpool guide to probe bets no hu an khe tra vang no hu 55321 las palmas vs barcelona soi keo bong da 03h00 23 02 2025 chien thang tung bung cau soi xo so mien bac hitclub dang ky tai khoan game no hu doi thuong no hu divine fortune nhung luu y khi choi ban ca online tai cwin game bai 60s prepare for poker tournaments ban ca le hoi he max88 mot88 poker 9563 andar bahar live baccarat keo ban thang five88 soi keo 53283