د ۱۴۰۴ کال د غويي په اتمه نېټه، د خاتم النبیین پوهنتون د علمي اعتبار د سند د ساتنې مراسم په ډېر شان او شوکت سره د همدې علمي بنسټ په مقر کې ترسره شول. د پروګرام په پیل کې د خاتم النبیین پوهنتون د مرکزي څانګې علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر عبدالکریم اسکندري د مېلمنو د پراخ حضور له امله د مننې ترڅنګ د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د علمي برتري د ساتلو لپاره یې د دې پوهنتون پر کلک هوډ ټینګار وکړ. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین رئیس ښاغلي شاکر وحیدي په خپله وینا کې د خاتم النبیین پوهنتون د هېواد د لومړي او مخکښ لوړو زده کړو بنسټ په توګه د خپل علمي اعتبار د سند په لوړه نمرې ترلاسه کولو او ساتلو باندې ټینګار وکړ او دا لاسته راوړنه یې د ښوونیز کیفیت لپاره د دې پوهنتون بې ساري ژمنتیا نښه وبلله. په دوام کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ښاغلي احمد جان پوپل د دې بنسټ علمي معیارونه وستایل او هغه یې د نورو لوړو زده کړو مؤسسو لپاره یوه نمونه وبلله. په دې مراسمو کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې یو پلاوي د محترم رئیس ښاغلي ډاکټر خادم حسین حبیبي په مشرۍ او د ډاکټر غلامرضا کریمي، استاد اسحق علي فهیمي او ډاکټر حسین داد کامران په ملتیا فعاله برخه اخیستې وه. د دې پرتمینو مراسمو په څنډه کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د کتابونو په نندارتون کې وروستي علمي، څېړنیز او فرهنګي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې، چې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو. دا علمي غونډه چې د استادانو، څېړونکو او لوړ پوړو چارواکو په پراخ ګډون ترسره شوه، د هېواد د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د نظرونو د تبادلې او ګډې همفکرۍ لپاره یو بې ساری فرصت و.