[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.

د خاتم النبیین (ص) پوهنتون له کارکوونکو سره د مادي او معنوي ملاتړ او د کوچني اختر په مناسبت، خوشحاله او هڅونکی فضا رامنځته کول او همدارنګه د هیواد له تاریخي او کلتوري سیمو سره د پیژندګلوۍ زیاتوالی په خاطر د بامیان ښکلي ولایت ته د تفریحي او فرهنګي چمتووالی ونیول شول.

د دغه سفر کاروان د جمعې په ورځ (۲۵/۴/۱۴۰۳) نېټه د سهار ۹:۳۰ بجې له غزني ولایت څخه د بامیانو پر لور روان شو. دغه سفر د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د غزني څانګې څخه پیل او د جلریز، سیاه خاک کوتل او د حاجي ګک د اوسپنې کان له غونډۍ څخه د شنو دښتو، چینو، د پاکو اوبو د ویالو او د تازه لارو او د پسرلي په خوندور موسم کې تېر شو.

د دغه سفر په ترڅ کې د بامیان ښار له لرغونو سیمو څخه لیدنه وشوه چې پکې د صلصال او شمامه تاریخي مجسمې، ښکلې ډریګن دره او د بند امیر ملي پارک شامل وو. دغه سفر د یکشنبې په ماښام چې د عرفې له ورځې سره سمون خوري د ۲۷/۰۳/۱۴۰۳ نیټه د غزنی ښار په لور د کارکوونکو په روانیدو سره پای ته ورسید.

د دغه سفر په ترڅ کې له لاندې سیمو او ځایونو څخه لیدنه وشوه:

ډریګن تاريخي دره چې د باميان په ښار کې موقعيت لري؛

د شمامه او صلصال تاریخي او لرغوني بتان؛

د امیر بند ملي پارک کې د هیبت، ذوالفقار او … طبیعي او ښکلي بندونه؛

په امیر بند کې د حضرت علي (ع) زيارت؛

په دې سفر کې د خاتم النبیین (ص) غزني څانګې نهو تنو اداري کارکوونکو چې پکې ښاغلي دین محمد عطايي، حجت الله حیدري، صفر علي فصيحي، رحمت الله حیدري، محمد ضیا غلامي، علیرضا حیدري، حسین داد کامران، عتیق الله حیدري او بسم الله فطرت ګډون درلود، په صحت او کامیابی سره پای ته ورسیده.

 

دا سفر د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د کارکوونکو لپاره یو ارزښتناک فرصت و چې د هیواد له تاریخي او کلتوري سیمو سره اشنا شي او د خوښۍ او هڅونې فضا څخه ګټه پورته کړي. بې له شکه، دا سفر به د کارمندانو د مورال او هڅونې په ښه کولو او همدارنګه د دوی د خواخوږۍ او پوهنتون سره د تړاو په لوړولو کې اغیزمن وي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

game bai 1xbit ban ca mien tay day danh tai xiu vnq8 slot 24199 trai nghiem casino tai xiu senren banka hom nay danh de con gi chinh xac 100 keo 3 4 chien thuat choi bai mau binh online cuc chat the apt online 2024 betvision slot 89757 w88 slot 90269 five fun casino games rong vang bac nho hom nay vipgame tai xiu 43844 jdb no hu 888poker poker 21169 1xbet tai xiu 63851 cach danh bai lieng luon thang chia se kinh nghiem tu chuyen gia ban ca xu