[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د محصلینو د هڅونې او د هېواد لپاره د وړ بشري ځواک د روزنې په موخه، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون له اساسي او تلپاتې پالیسیو څخه یو هم د غوره او ممتاز محصلینو پېژندنه او له هغوی څخه مادي او معنوي تقدیر دی. له همدې امله، د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۳ کال د غوره محصلینو او همدارنګه د ۱۴۰۴ کال د پسرلني او مني کانکور د غوره زده‌کوونکو د ستاینې په موخه د ابوریحان په تالار کې یو لړ مراسم ترسره شول. دا برنامه چې د پوهنتون د کلتور، دعوت او اسلامي ارشاد آمریت په هڅو او د محصلینو چارو معاونیت په همکارۍ جوړه شوې وه، د پوهنتون رییس، مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارکوونکو، ممتاز محصلینو، د هغوی کورنیو او نورو محصلینو په کې ګډون کړی و. برنامه د پوهنتون د محصل صفي الله سعید لخوا د قرآن مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او وروسته د پوهنتون د محترم رییس استاد حبیبي لخوا وینا وشوه. استاد حبیبي په خپلو خبرو کې له مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، د پوهنتون د بېلابېلو څانګو له آمرینو، ممتاز محصلینو او ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او ممتاز محصلین یې د هېواد راتلونکي جوړونکي او د نویو محصلینو لپاره د هڅونې سرچینه وبلل. نوموړي په ټولنه کې د علم پر رول خبرې وکړې او هغه یې په عصري نړۍ کې د ځواک سرچینه وبلله، زیاته یې کړه چې نن ورځ هغه ټولنه او هېواد پیاوړی دی چې لوړ پوهاوی او پوهه ولري. د پوهنتون رییس د اسلام له نظره د عالم او پوه انسانانو مقام لوړ وباله او د “یَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ” آیت ته په استناد یې وویل چې پوهه او تخصص هغه وخت ګټور دي چې له ژمنې او تقوا سره مل وي. هغه د افغانستان وروسته پاتې حالت ته په اشارې سره، د دې ستونزې ریښه د ژمنې پرته متخصصین او یا له تخصص پرته ژمن کسان وبلل او زیاته یې کړه چې د خاتم النبیین پوهنتون “تعهد او تخصص” شعار له همدې مبارک آیت او همدې باور څخه سرچینه اخلي. استاد حبیبي د خپلو خبرو په بله برخه کې، د ممتاز محصلینو بریالیتوب د هغوی د هدفمندتیا، نظم او د لوړو اهدافو درلودو له امله وباله او حاضرینو محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د لا ډېر بریالیتوب لپاره لاندې ټکو ته پام وکړي: ۱. منظم پلان جوړونه ۲. داخلي هڅونه او مینه درلودل ۳. له استادانو سره منظم مشوره او له تجربو یې ګټه اخیستل ۴. پر خدای پاک توکل کول ۵. له مور او پلار سره نېکي او درناوی ۶. د موضوعاتو لنډیز کول ۷. په ټولګي کې منظم حضور او له ټولګیوالو سره دوامداره بحث کول ۸. درسونو ته لومړیتوب ورکول ۹. منظم ورزش کول د پوهنتون د رییس له خبرو وروسته، د غوره محصلینو د ستاینې برخه پیل شوه چې په کې د غزني پوهنتون رییس، مرستیالانو او محترمو استادانو د ستاینلیکونو او تخفیف په ورکولو سره، د ۱۴۰۳ کال د پوهنتون په کچه د غوره محصلینو، د ۱۴۰۴ کال د پسرلني او مني کانکور د غوره محصلینو او هغو محصلینو چې د دوی د زده‌کړو اوسط له ۹۵٪ څخه لوړ و، ستاینه وکړه. د یادونې وړ ده چې د دې برنامې ویاند د پوهنتون محصل ښاغلی خداداد محمدي و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

kho tang ngu long poker 84230 fb68 poker 27018 game bai kubet 12bet slot 51096 slot game quay thu b52 club gioi thieu huong dan choi cuoc go86 no hu 71434 gem68 net sam co la gi poker 57130 poker on a budget gg world festival is here game bai bac thang ban ban ca an tien tai xiu 19684 no hu tam quoc tranh hung coin68 club nap tien no hu go88 ban ca swamp attack faco club ca cuoc the thao game ban ca tien doi thuong paris saint germain vs olympique lyonnais soi keo bong da 02h45 16 12 2024 chien dau song phang