[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د خاتم‌النبیین پوهنتون، غزني څانګې نن جمعه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۰ مه، د ډېرو لیوالو داوطلبانو، د پوهنتون د چارواکو او د لوړو زده‌کړو وزارت د نظارتي پلاوي په حضور کې، د ۱۴۰۴ تحصیلي کال د مني سمستر عمومي کانکور ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړه. مراسم د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شول، چې د کانکور یو تن ګډونوال، قاري بصیر احمد عمري، تلاوت کړل. وروسته، د پوهنتون رئیس، ډاکټر حبیبي، د لوړو زده‌کړو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د غزني پوهنتون له همکاریو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون پر اساسي نقش ټینګار وکړ چې د «ژمنتیا او تخصص» شعار په رښتیا کولو او د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري. هغه داوطلبانو ته ډاډ ورکړ چې دا پوهنتون په ټولو تحصیلي پړاوونو کې کیفیت، صداقت، قانونمندۍ او د لوړو زده‌کړو وزارت اصولو ته ژمن دی. په دوام کې، پوهندوی احسان الله کامران د لوړو زده‌کړو وزارت د نظارتي پلاوي په استازیتوب، د ډاکټر حبیبي او د پوهنتون د استادانو له هڅو څخه قدرداني وکړه او د ژمنو او متخصصو محصلینو په روزنه او د ټولنې په پرمختګ کې یې د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون پر مثبت اغېز خبرې وکړې. په پای کې، د حقوقو پوهنځي استاد او د پوهنتون د ازموینو چارو مدیر، استاد احمدرضا رضوي، داوطلبانو ته د ازموینې پروسې او پوښتنو ته د ځواب ورکولو په اړه اړین توضیحات ورکړل. دا ازموینه نه یوازې د داوطلبانو د پوهې د ازمویلو فرصت و، بلکې د خاتم‌النبیین (ص) پوهنتون پر دې ژمنتیا یو څرګند نښه وه چې باکیفیته زده‌کړې وړاندې کړي او د ښې راتلونکې لپاره یوه باصلاحیته او متخصصه نسل وروزي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

tai xiu md5 dragon ball gao86 slot 99826 havip club vua cuop bien club roma vs como soi keo bong da 00h00 03 03 2025 khong de khuat phuc rol88 club mewin club cach xem ca cuoc bong da hoa hong doi ve so trung thuong ban ca b52club top game nhieu nguoi choi tai b52 gioi thieu no hu 99743 bia mo vo tinh no hu 777 slot 76085 creative poker tournaments and variations guide to ev cashout sv388 soi keo 4743 no hu banh xe so ty le keo nha cai hom nay c54 tai xiu 49074