[xyz-ips snippet="shamsi"]
There is nothing to show here!
Slider with alias none not found.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه علمي سیمینار د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د اکاډمیسین حضرت آیت الله محسني په غونډو تالار کې ترسره شو. دغه سیمینار چې په عین وخت کې په آنلاین ډول هم خپرېده، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست د هند د ډیسک مسئول استاد محمد کوثر دولت زي او د خاتم النبیین (ص) پوهنتون عمومي رئیس ډاکټر عبدالقیوم سجادي په خبرو سره یې دوام وکړ. استاد دولت زي په خپلو خبرو کې د خاتم النبیین پوهنتون د علمي – کاربردي غونډو او په ځانګړې توګه د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې او د افغانستان پر بهرني سیاست د هغې د اغېزو په اړه د علمي سیمینار په جوړولو کې د هڅو قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په پام سره، د سیمې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ هر ډول د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغانستان او سیمې ثبات ته مستقیم او غیرمستقیم ګواښ ګڼل کیږي او د افغانستان پر امنیت، اقتصاد او سیمه ییزو اړیکو جدي منفي اغېزې لري. هغه د خپلو خبرو په دوام د تاوتریخوالي په اړه د اسلامي امارت موقف ته اشاره وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت د دولت له ادرسه یې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. ډاکټر عبدالقیوم سجادي هم چې په آنلاین ډول په دې غونډه کې ګډون کړی و، په دې علمي سیمینار کې یې د استادانو او محصلینو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي منفي اغېزې یې پر سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر هېواد او د هغه پر بهرني سیاست باندې بحث کړ او د علمي او تیوریکي تحلیل ترڅنګ یې د واګه لارې تړل او د افغانستان پر سوداګرۍ، بازار او اقتصاد یې مستقیمې منفي اغېزې د دې منفي پایلو یوه نمونه وبلله. هغه د خپلو خبرو او علمي تحلیلونو په پای کې سپارښتنه وکړه چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې په ځانګړې توګه د ګاونډیانو په اړه تل د همغږۍ او دوستانه اړیکو سیاست ته پام وکړي او خپل بهرني سیاستونه په همدې لاره کې سوق او عملي کړي. د یادونې وړ ده چې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د خاتم النبیین (ص) پوهنتون کابل د علمي څېړنو آمریت او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ په هڅو، په دې علمي سیمینار کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د غزني څانګې د استادانو د ګډون زمینه هم برابره شوې وه او د خاتم النبیین د غزني څانګې استادانو په آنلاین ډول په دې سیمینار کې ګډون وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

son88 club keo ty so chinh xac nhat sam iwin sky88 8888 43828 the gap concept piggy club 12fun 8888 61098 quay slot lan hai loc ivip win da ga cua sat slot 26933 dan de bat bai hitclub jbo no hu 99297 cf68 8888 10736 mon club pem789 tai xiu 71881 ban ca vu tru 99ok blackjack tk88 da ga cua dao game no hu uy tin soi keo 49178 v868 slot 19638